Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه: طالبان دې د خبریالانو د نیولو لړۍ ژر ودروي

له هغې وروسته چې د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ (طلوع‌نیوز) درې کارکوونکي تېره شپه ناوخته له دفتره یوړل د طالبانو دغه کړنې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول.


د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو لړۍ هر څه ژر ودروي.


دغې کمېټې ویلي چې د طلوع‌نیوز یو ویاند، د خبرونو مسؤل او یو بل حقوقي مشاور دې هر څه ژر خوشې شي.


خو د طلوع‌نیوز پخواني مسؤل لطف‌الله نجفي‌زاده په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبانو د خبرونو مسؤل خپلواک صافی او حقوقي سلاکار له څو پوښتنو وروسته خوشې کړي، خو د خبرونو ویاند بهرام امان لاهم د طالبانو له استخباراتو سره بندي دی.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ځینو رسنیو استازي د پوهاوي لپاره د استخباراتو ریاست بوولي و چې له لنډ ځنډ وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوه.




نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "اصلي موضوع دا وه چې دلته د نشراتي کړنو په اړه شکایتونه څه ډېر و، بیا د استخباراتو اداره مجبوره وه چې د څه پوهاوي لپاره د طلوع ټلوېزیون په ګډون د یو شمېر نورو رسنیو استازي وغواړي ترڅو هغوی سره خبرې وشي، نو په دې خاطر د ځینو ټلوېزیونونو استازي غوښتل شوي و چې تېر ماښام بېرته خپلو کورونو ته استول شوي، دوی زندانیان یا توقیف شوي نه‌دي، هسې د پوهاوي لپاره راغوښتل شوي و او بېرته پرېښودل شوي."


د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون بیا نن په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا کار ناقانونه بللی او د بهرام امان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌يې کړې ده.


په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې هم نن جمعه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په وړاندې روان وضیعت د بیان ازادي ته زیات زیان اړولی او دغه ډول چلند نړۍ ته دا ښيي چې افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي بڼه سخته او بدله شوې.


دغې ټولنې دغه‌شان په خپره کړې اعلایمه کې لیکلي چې روان حالت د رسنیز ډګر لپاره له زیانه ډګ دی او ژر تر ژره دې یې مخه ونیول شي.


په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د ټویټر له لارې د خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌‌یې کړې ده.


خو ښاغلي مجاهد په دې اړه چې ایا د طلوع نیوز د خبرونو ویاند بهرام امان لا هم د طالبانو په زندان کې دی څه ونه‌ویل.




دا په داسې حال کې ده چې نن د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده او سږ کال د دې ورځې یاد په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له ۶۲۳ رسنیو څخه ۳۱۸ له فعالیته لوېدلي او تر ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او یا له وېرې خپلې دندې پرېښې دي.


د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم په کابل کې د یو بل خصوصي ټلوېزیون اریانا نیوز دوه خبریالان طالبانو له ځان سره بولي و چې له یوې اوونۍ وروسته‌یې بېرته خوشې کړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus