Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ترکیه کې د افغانستان له سفارت د متقي لیدنه؛ سرچینه: ښځینه کارکوونکې له ګډون منع شوي

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ښځینه کارکوونکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ناستې په ورځ له ګډون کولو منع شوې دي.


په ترکیه کې د افغانستان سفارت کې یوې باخبرې سرچینې چې د موضوع د حسایت له امله نه‌غواړي هویت‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، امیر خان متقي د ترکیې د دولت پر فشار په ترکیه کې د افغانستان د سفیر له لوري بلل شوی و.


د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د سې شنپې په ورځ د افغانستان په سفارت کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ناستې په خواله رسنیو کې د افغانانو ترمنځ هم پراخ غبرګونونه درلودل.


سرچینې ازادي راډیو نه وویل: "مخکې له دې چې د طالبانو پلاوی سفارت ته ننوځي، له سفیر نه‌یې غوښتي و چې په سفارت کې دننه هېڅ ښځینه کارکوونکې دې نه‌وي، له همدې امله د طالبانو د پلاوي له راتګ مخکې ټولې ښځينه کارکوونکې له سفارته وویستل شوې."


د دغه سرچینې په خبره که څه هم ښځینه کارکوونکو ناسته تحریم کړې وه او نه‌یې غوښتل چې په‌کې ګډون وکړي، خو له هغوی غوښتنه شوې وه چې په سفارت کې ان له خپلو دفترونو ووځي.


سرچینه وایي د طالبانو د مشرانو د بلنې په اړه د سفارت د کارکوونکو د شدیدو غبرګونونو سره سره په ترکیه کې د افغانستان سفیر امیر محمد رامین ویلي چې دی د ترکیې د دولت له لوري تر فشار لاندې و او باید یې امیر خان متقي سفارت ته وربللی و.


د دغې سرچینې په خبره، امیر خان متقي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي، له دې وروسته به په ترکیه کې د افغانستان سفارت د دوی د سیاستونو پر بنسټ او لارښوونو خپل فعالیت ته دوام ورکړي.


دغې سرچینې خپله د طالبان دا پرونۍ ناسته تحریم کړې وایي له دې وروسته افغان سفیر امیر محمد رامین او ټول تشکیلات به د طالبانو د لارښوونې او د دوی د امر لاندې وي.


د دې سرچینې په خبره، په دغه سفارت کې ډېریو کارکوونکو او ډیپلوماتانو ناسته تحریم کړې وه او نور په سفارت کې د کار دوام ته لېوالتیا نه‌لري.


خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر غړي ناصر احمد کریمي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته د دغه سفارت نه د ښځو ایستل رد کړي دي.


خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.


له دې سره امیر خان متقي پرون سې شنبه په ترکیه کې د افغان سفارت له ناستې وروسته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه په ملتیا د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت نه مو لیدنه وکړه او له ډیپلوماټانو، افغانانو او زده‌کړیالانو سره مو ګډه ناسته درلوده."


بله هغه موضوع چې ډېر پام‌یې اړولی د امیر خان متقي ترڅنګ د افغانستان د درې رنګي ملي بیرغ شتون دی.


سرچینې ازادي راډیو ته وویل طالبانو د دې بیرغ د شتون لپاره کوم غبرګون ونه‌ښود.


له پاکستان، ایران، او قطر وروسته دا څلورم سفارت دی چې طالبانو ترې لیدنه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus