Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن اګزمېنر: طالبان حتی زراعتي ځمکې هم تلاشي کوي

واشنګټن اګزمېنر


واشنګټن اګزمېنر مجلې پرون په یوه مطلب کې د طالبانو له‌خوا د کور پر کور تلاشۍ موضوع څېړلې چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې پیل شوه، خو اوس دا لړۍ د افغانستان نورو ولایتونو او ښارونو ته غځېدلې ده.


د لیکوال په خبره، د طالبانو دغو هڅو هغه خلک چې فکر کوي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې یوازې پرېښي، لا بېرولي دي.


د مجلې په لیکنه، د طالبانو له‌خوا د خلکو نیول، د ویزو او د استخدام د مهمو اسنادو له‌منځه وړل ښيي چې طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي چې یا یې له مخکېني حکومت یا یې هم له امریکايي او ناټو ځواکونو سره کار کړی دی.


واشنګټن اګزمېنر لیکي، په ځینو مواردو کې ویل کېږي چې دغه تلاشي د بایومټریک او د فلز موندونکو پرمختللو تجهیزاتو په مرسته عملي کېږي.


مجله د هغه چا خبرې رااخیستي چې د فواد په مستعار نوم‌یې خبرې کړي او ویلي یې دي، طالبان حتی زراعتي ځمکې هم تلاشي کوي.


د فواد په خبره، طالبانو د ده هغه مهم اسناد هم سوځولي چې له افغانستانه د وتلو لپاره ورته په کار وو.


د واشنګټن اګزمېنر مجلې لیکوال زیاتوي، په داسې حال کې چې پر خلکو د طالبانو د قدرت کړۍ راتنګېږي، هغه افغانان چې له افغانستانه د وتلو یا تخلیې پر شرایطو برابر نه‌دي او د کوم هېواد د ویزې ترلاسه کولو لپاره کومه وسیله هم نه‌لري، په نهیلۍ د لاسنیوي په تمه دي.


د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه تلاشي د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره کېږي چې تر اوسه‌یې په نتیجه کې ګڼې وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات نیول شوي دي.



نیویارک ټایمز


له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز پرون د عکسونو له یوې ګالرۍ سره یوځای د کابل-کندهار د لویې لارې په باب مقاله خپره کړې چې یو وخت د طالب وسله‌والو له کبله له خونړیو لویو لارو ګڼل کېدله.


د ورځپاڼې خبریالانو پر دغه لار چې څه کم ۴۸۳ کیلومتره ده، سفر کړی چې هر څه په خپلو سترګو وګوري.


د ورځپاڼې خبریالان لیکي، پر دې لویه لار د کلونو لپاره سفر کول خطرناک و، ځکه ډزو، د سړک غاړې بمب چاودنو، جنايي پېښو او اخاذیو خلک په تنګ کړي وو او بې‌شمېره کسان په دې موده کې وژل شوي دي، خو اوس دا لړۍ بنده ښکاري.


د مطلب په دوام لولو، اوس دا سفر له کابله تر وتلو وروسته میدان وردګ ولایت ته تر رسېدو مخکې د طالبانو په یوې تلاشۍ سره پیلېږي، پر هغه پوسته چې د لیکوال په وینا په تېره اګسټ میاشت کې د کابل تر سقوط مخکې طالبانو په یوه وسله‌واله جګړه کې ونیوله.


د نیویارک ټایمز خبریالان زیاتوي، د کابل-کندهار پر لویه لار دا سفر د دې لارې تر جوړېدو وروسته ډېر لنډ و، خو اوس د لارې د خرابوالي له کبله دا سفر ۲۰ ساعتونو ته اوږد شوی دی.


د مطلب په دوام راغلي، که څه هم کندهار ته نږدې د لارې د رغولو لپاره یو شرکت په کار بوخت دی، خو طالبان‌یې کارګرو ته معاش نه‌ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus