Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر: افغانستان د بشري مرستو د کمېدو توان نه‌لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیس فیلیپو ګراندي وايي، افغانستان د بشري مرستو د کمېدو توان نه‌لري.


ښاغلي ګراندي چې کابل کې دی روېټرز خبري اژانس ته‌یې ویلي، نړۍ ‌باید په اوکراین کې د روان ناورین امله په افغانستان کې نازک بشري وضعیت هېر نه‌کړي، ځکه د ده په خبره، په اوکراین کې روان ناورین له افغانستان سره د مرستو د راټولولو بهیر اغېزمن او سخت کړی دی.


ښاغلی ګراندي زیاتوي، د نړۍ ټول پام په اوکراین کې روانې جګړې ته اوښتی دی.


ده زیاته کړه: "زه فکر کوم مهمه ده چې دا پیغام ولېږدوم چې نور موقعیتونه، هغه چې سیاسي پاملرنې او سرچینو ته اړتیا لري، ‌باید له یاده ونه‌وېستل شي، په ځانګړي ډول افغانستان."




بس‌مینه د افغانستان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د قرباني شویو کورنیو له ډلې یوه ده. هغه چې خاوند یې همدې جګړې ترې اخیستی، اوس د څلورو بچیو ساتنه او د خپل کور سرپرستي ور تر غاړې ده.


ناخوالو بس‌مینه مجبوره کړې چې له ننګرهار نه کابل ته راکډه شي، خو دلته‌یې هم ژوند نه‌دی ښه شوی.


بس‌مینه وايي، داسې ورځې شپې راځي چې اولادونه‌یې نهر بیده کېږي.


هغه زیاتوي: "هغه بله ورځ یو سړي راته ټیلیفون وکړ چې راشه دلته قالینې ومینځه چې لاړم دروازه‌یې بنده کړه او ویې‌ویل چې بېرته ولاړه شه. بېرته راغلم، بچو مې ټوله ورځ نهره تېره کړه."


د دې بې‌وزلو کورنیو د لاس‌نیوي یوه هیله نړیوالې بشري مرستې وې، هغه چې اوس‌یې کمېدو اندېښنې راپورته کړي.


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په خاطر نړیوال کنفرانس جوړ شي.


د دې ادارې مشر رامز الکباروف پرون د سې شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل، دا کنفرانس د مارچ میاشتې په ۳۱مه بریتانیا او قطر کې جوړېږي.




د دې کنفرانس د جوړېدو بنسټیز هدف، په ۲۰۲۲ کال کې د هغو ۲۳ ملیونه افغانانو لپاره د مرستو جلب دی چې اوس‌مهال له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي. ملګرو ملتونو د دې مرستې رسولو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌یې یوازې ۱۳ سلنه بسپنه راټوله شوې ده.


په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیس فیلیپو ګراندي هم اندېښمن دی چې کېدای شي د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د شوي کنفرانس په پرتله، دا ځل له افغانستان سره د مرستو په اړه د کډون‌کوونکو هېوادونو لېوالتیا کمه وي.


دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي، په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه‌لري.


افغانستان کې روان ناورین ته په کتو ملګري ملتونه له نړیوالو غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus