Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فوربس نړیوالې مجلې سږ کال ٢ افغان مېرمنو ته هم جایزې ورکړې

فوربس نړیوالې مجلې سږ کال دوه افغان مېرمنو ته هم جایزې ورکړې.


د افغانستان د مخکېني نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د میدان وردګو ولایت د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري ته د دغې نړیوالې مجلې له لوري درې ورځې مخکې په اوبو ظبي کې د بدلون راوړونکو شخصیتونو په توګه دغه جایزې ورکړل شوې.




هڅه مو وکړه په دې راپور کې له دغو دوو افغان مېرمنو سره په دې اړه خبرې وکړو خو زموږ پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.


د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي، افغان مېرمنو ته د نړیوالو له لوري د دا شان جایزو ورکړه کولای شي د ګڼو افغانو ښځو پر روحیې مثبت اغېز وکړي او دوی ته د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د بیا فعالېدو لاره هواره کړي.


له دې ډلې د ښځو د حقونو فعاله او پخوا د ښځو لپاره د یوازنۍ مشهورې مجلې مرسل مسؤله مدیرې امنې مایار ازادي راډیو ته وویل:" هیله منده یم چې دا جایزه په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې چې ښځې او نجونې له هر پلوه د ټولنیزو فعالیتونو او حقونو او زده کړو څخه بې برخې شوې او بندیزونه پرې لګول شوي، وکولای شي د هغو افغان ښځو چې په افغانشتان کې دي د ژوند په بدلون کې اغېزمنې تمامې شي."


مېرمن مایار پر افغانستان اوسني سیاسي حاکم شرایط په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو د شل کلنو لاسته راوړنو له صفر سره د ضربېدو لامل ګڼي او وایي چې اوس تر بل هر وخت افغان مېرمنو وضعیت ته د نړیوالو پام مهم دی.


ناهید فرید او ظریفې غفاري ته د فوربس نړیوالې مجلې له لوري د جایزو د ورکړې په پار د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپله ټویټر پاڼه د مبارکۍ یو لنډ پیغام لیکلی دی.




فوربس نړیواله مجله ده چې ډېر کله د نړۍ د بیلابېلو هېوادونو د تازه بدلونونو تر څنګ د نړۍ د ښځو د فعالیتونو، حقونو او محرومیتونو په اړه لینکې او تبصرې کړي.


وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په تېرو نږدې اوو میاشتو کې په بېلابېلو برخو کې لسګونو ښځو او نجونو د نړیوالو له لوري په بېلابېلو لکه تعلیم، خبریالۍ، د ښځو د حقونو فعالیتونو، بشري حقونو فرهنګي او نورو ټولنیزو برخو کې نړیوالې جایزې وګټلې.


دا په داسې حال کې ده چې دا مهال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ډېری افغان مېرمنې له تعلیم کار، حکومتي ادارو کې د ونډې او نورو برخو کې بې برخې ګرځول شوي -هغه څه چې د طالبانو حکومت وايي، د وخت په تېرو به دې ټولو ته زمینه برابره کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus