Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نړۍ هېوادونو ته استول شوی لیک: د ښځو ملاتړ لپاره د طالبانو پر وړاندې ودریږئ

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په هغه غوښتنلیک کې چې د نړۍ ټولو دولتونو ته استول شوی له ۸۰ زرو زیات د ښځو او بشر حقونو ملاتړ کوونکو په لاسلیک کولو سره له دولتونو غوښتي چې د ښځو ملاتړ لپاره د طالبانو حکومت پر وړاندې ودریږي.


د دغه سازمان په خبره دغه غوښتنلیک د ښځو د نړیوالې ورځې په پار برابر شوی او په کې د نړۍ له ټولو دولتونو غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ څارنه او ملاتړ یې وکړي.


اوس د یو شمېر افغان ښځو سترګې د دغه غوښتنلیک یا لیک ځواب ته اوړي.


نګینه خلیلي غوري، د افغانستان د مخکیني نظام د لويې څارنوالۍ، د تاوتریخوالي د مخنیوي رییسه وایي: "دا د نړۍ د ټولو هېوادونو دنده ده، د دې لپاره چې د نړۍ نظم خراب نه شي لاس په کار شي. موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د طالبانو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، مهمه دا ده چې اوس د دې لیک ځواب به څه وي او دولتونه به څه وکړي؟"


په دې لیک کې دا هم ویل شوي چې طالبان دې د ښځو او نجونو د حقونو د بې برخه کولو په تړاو حساب ورکړي.




یامیني مشرا، د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا رییس وویل: "تېرو ۶ میاشتو کې طالبانو په سیسټماټیک ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د داسې تګلارو پر وړاندې کولو سره تبعیض کړی چې د ښځو د حرکت او بیان ازادي یې سخته محدوده کړې او تعلیم او کار ته د نجونو لاسرسی یې کمزوری کړی دی. یوازې د نیم کال په موده کې د ښځو د دوه لسیزې ونډه یې له منځه وړي دي."


نن د مارچ اتمه، د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو د بښنې نړیوال سازمان په خبره، دې ورځ افغان مېرمنې او نجونې نه یوازې دا چې خپلو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري بلکې د طالبانو له جبر سره مخ دي.


یامیني مشرا، د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا رییس وویل: "د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو په ګډون څو اړخیزو مداخلو ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د څارنې یو مېکانېزم باید رامنځته شي چې د ښځو وضعیت وڅېړي او طالبان د حساب ورکوونکو په توګه وګڼل شي."


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی د ښځو حقونو ته ژمن دي: "د ښځو تر عنوان لاندې، ښځې داسې کړنو ته هڅول کېږي چې هغه د اسلامي ارزښتونو او پخواني دودونو خلاف دي، افغانې ښځې دا نه غواړي. افغاني ښځې مسلمانې دي، د اسلام په چوکاټ کې خپل د حق غوښتنه کوي او اسلامي امارت هم د مسلمان او متعهدې رهبرۍ په حیث دې حقونو ته ځان ژمن بولي."


افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ګڼ شمېر محدودیتونه په ښځو وضع شوې چې نړیوال غبرګونونه یې راپارلولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus