Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یوناما: افغان مېرمنې د تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په افغانستان کې د نجونو او ښځو په روان وضعیت اندېښنه ښيي.


دې سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، افغان نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي.


یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرالاینز له قوله لیکي، هر یو تن په دې وطن کې اوسني ناورین اغېزمن کړی، خو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.




مېرمن لاینز زیاتوي، د افغان نجونو او ښځو حقونو او فرصتونو ته، د دوی لاس‌رسی ننګول شوی دی.


د یوناما په اعلامیه کې زیاته شوې: "د عامه ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی. په ازاده توګه ښځې له تګ راتګ، کار، په عامه ژوند کې له ګډون او زده‌کړو محرومول، په لویه کچه د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي."


د اګسټ له ۱۵مې نېټې وروسته، پر طالبانو همدا نیوکه کېږي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې دوه‌ګونی چلند کوي، هغه چې له جنسیتي توپیر سرچینه اخلي، خو طالبان تل دا خبره ردوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال د افغان ښځو ټول حقوق خوندي دي.


دی وايي: "دوی ته اوس یو خوندیتوب او ډاډ را ګرځېدلی. هېڅوک نه‌شي کولی چې دوی ته زیان ورسوي، یا یې حق ضایع کړي. د امیرالمومین د حکم پر بنسټ، د دوی د میراث، محاکمو ته د تلو او نورو حقونو په برخه کې فرمان صادر شو."




خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرالاینز بیا وايي، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو لپاره د برابر فرصت د ودې لپاره د ډېر څه کولو اړتیا ده.


یوناما زیاتوي، افغان ښځې د افغانستان لپاره یو لیدلوری لري او باید د خپل وطن د راتلونکي په جوړولو کې ورته فرصت ورکړل شي، ځکه په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د ښځو له فعالې ونډې او ګډون پرته دایمي سوله او ثبات ناشونی دی.


افغان نجونې او ښځې هم پر همدې موضوع ټینګار کوي.


د ښځو د حقونو فعاله زرڅانګه صدیقي: "متاسفانه سخت قواعد وضع شوي، دا ټول د دې لامل کېږي چې د حاکم نظام او خلکو ترمنځ واټن پیدا شي. هر څومره چې محدویتونه زیاتېږي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع هم اوږدوي."


د دوحې د مذاکراتو پر مهال له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره د طالبانو ژمنه وه چې د ښځو لاسته راوړنې به خوندي ساتي، خو د واکمنۍ له پیل سره سم یې، د دوی په زده‌کړو او کار محدودیت وضع کړ او دا محدویتونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus