غور کې طالب چارواکي: پسابند ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي
د غور د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي امر، عبدالرحمن بدري ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کسان په شغزک کلي کې تېره شپه داسې مهال وژل شوي چې په خوب ویده وو.
د بدري په وینا، د پېښې عامل د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.