Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې ښځینه ورزشکارانې خپل راتلونکې ته څومره هیله مندې دي؟

نړیوالو سیالانو ته مخامخ یا هم یوه کتار درېدل، هغه هیله چې اوس یې ډېر شمېر افغانې ښځینه ورزشکارې پوره کېدل ناممکن بولي. 


حفیظه بهمني چې د نیپال موی‌تای سیالیو کې یې د سپینو زرو مډال ګټلی وايي، نور په افغانستان کې د ښځو د ورزش لپاره هېڅ هیله نه‌لري او له هېواده هم وتلې ده. 


اغلي بهمني وايي، له افغانستان د وتو په شپو او ورځو کې یې تازه د تکواندو، فټنس، موی‌تای او بوکس په څانګو کې په خپل شخصي لګښت دوه لوبغالي جوړ کړي وو. 




نوموړې زیاتوي:" هغه ښځې چې کابل کې دي ورسره اړیکه کې یم، هغوی د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې دي او هېڅ هیله‌ نه ‌لري. لسګونو کسانو ته مې تمرین ورکاوه. په ډېره لېوالتیا مې لوبغالي جوړ کړل، خو و نه توانېدم چې یوه وسیله یې هم له ځان سره ولېږدوم. هر څه مې پرېښودل او له وطنه را ووتم. احساس کوم چې څه هر څه یو خوب و. " 


خو سوسن چې لا کابل کې ده او د فټنس په څانګه کې د روزنکې دنده‌ لري وايي، خپله مبارزه یې روانه ساتلې او اوس‌مهال ۵۰ زده‌کوونکې لري. 


سوسن وايي، سره له دې چې هره ورځ د ګواښ احساس کوي،خو بیا هم تمرین ‌ځای ته ځي. 


دا زیاتوي:" زده‌کوونکې مې بېلابېلو ساعتونو کې تنظیم کړي چې خپل ورزش ته دوام ورکړي. ډېرې هیلې مې درلودې. دا چې ډاکټره به شم، نړیوالو سیالیو کې به ګډون وکړم، خو  له بده بخته دا یوه هیله هم پوره نه‌شوه." 




خو له دې اندېښنو سره سره د طالبانو د حکومت د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک وايي:" هغه ښځې چې په مخکېني حکومت کې په ادارو چارې بوختې وې او ورزشکارانې هم وې، اوس هم خپلو دندو ته راځي. هڅه کوو چې د ښځو ورزشي فعالیتونه په داسې یوه چوکاټ کې تنظیم شي چې زموږ ارزښتونو او اسلام سره ټکر کې نه وي او د اسلامي امارت د عمومي پالیسۍ له مخې وي. " 


داد محمد ناوک ادعا کوي چې اوس‌ مهال ۹۹ سلنه ښځینه ورزشکارانې افغانستان کې دي. 


د مخکېني جمهوري نظام یوه له مهمو لاس‌ته راوړنو د ورزش په برخه کې فعالیت و.


افغان نجونو او ښځو په دې برخه کې نه یوازې دا چې په کور دننه ښې لاس‌ته راوړنې درلودې، بلکې په نړیوال ډګر کې هم ښې ځلېدلې وې، خو پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره ډېر ځله د نارینوو د لوبو او فعالیتونو خبرونه اورېدل کېږي، د ښځو ورزشي فعالیتونه ډېر نه دي محسوس. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus