Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امن سیمو ته د اوکراینیانو کوچېدل؛ نن به د کډوالو شمېر یو نیم ملیونو ته ورسیږي

اټکل کېږي، چې نن به د اوکراین له جګړې د کډه شویو کسانو شمېر یونیم ملیونو ته ورسېږي.  


پر اوکراین د روسیې د یرغل نن یوولسمه ورځ ده چې د اوکراین په ګڼو برخو کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.  


د اوکراین له جګړې زیات کسان ګاونډيو هېوادونو پولنډ، رومانیا، سلواکیا او نورو ځایونو ته کډه شوي چې نن به یې شمېر یونیم ملیونو ته ورسېږي.  


په لسګونو زره نور کسان په اوکراین کې دننه له یوې سیمې، بلې هغې ته کډه شوي دي.  




د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ اټکل کړی چې د اوکراین د کډوالو شمېر به ښايي تر جولای میاشتې پورې څلورو ملیونوکسانو ته ورسېږي. 


د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون شنبه د پولنډ پولې ته څېرمه له اوکرایني کډوالو سره د کتنې پر مهال وویل، واشنګټن به د اوکراین د بشري بحران په وړاندې د مبارزې لپاره د ۲ ملیارده او ۷۵۰ ملیون ډالرو مرستې برابرولو هڅه وکړي.  


له هغه سره د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا حاضر و، هغه وویل:" اوکراین به چې هر څنګه وي دغه جګړه وګټي، ځکه دا د خپلې خاورې په خاطر د خلکو جګړه ده، موږ به د حق دفاع کوو. پوښتنه د دې جګړې د بیې په اړه ده، زموږ د بریا بیه."




دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پوځ نن یکشنبه وویل، د جنوبي ښار میکو لائیف او شمالي ښار چیرني­هېف د سرحدونو د کنټرول لپاره یې له روسي ځواکونو سره سختې جګړې کړې دي. 


د اوکراین پوځ په خپل فېسبوک کې لیکلي: عمده هڅې تر ډېره د ماریوپول ښار پر دفاع متمرکزې دي.  


د پوځ په حواله د اوکرایني پوځ عملیات په دونیڅک سیمه کې هم روان دي.  


پوځ ادعا کوي چې تر اوسه پورې یې ۸۸ روسۍ الوتکې نسکورې کړي او ځینې روسي پیلوټان یې نیولي دي.  


ماریوپول ښار چې له څو ورځو راهیسې کلابند شوی، برښنا یې پرې شوې، خوراکي مواد او اوبه هم په کې نه پیدا کېږي.  




وروسته له هغې روسیې د بشري دهلېز د پرانیستلو لپاره اوربند اعلان کړ، محلي چارواکو وویل چې د دغه ښارڅلورنیم لکه اوسېدونکي به د بسونو او شخصي موټرو په مرسته له دغه ښاره وتل پیل کړي.  


د خلکو د ایستلو بهیر ځنډول شوی او اوکراییني چارواکي وايي چې د روسیې لوری اوربند نه رعایتوي.


د دوی په وینا روسیې پر ماریوپول ښار او شا و خوا ساحو یې د توپونو ډزو ته دوام ورکړی دی.  


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون شنبه په یوه ټلوېزیوني وینا کې له خلکو وغوښتل په هغو سیمو کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي چې روسي پوځیانو اشغال کړي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus