Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا د مالي صندوق د فعالېدو چارې څه ډول پر مخ ځي؟

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا افغانستان سره د بشري مرستو د مالي صندوق د جوړېدو له پرېکړې، دوه نیمې میاشتې تېرېږي، خو ښکاري هغه ډول چې اړینه ده، د دې صندوق د فعالېدو چارې ښې مخ‌ته نه ځي.


تازه د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت په اسلام‌‌اباد کې پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د مالي صندوق د فعالېدو په اهمیت  ټینګار کړی.


دې سازمان په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دا سفر د هغو هڅو د همغږۍ او اغېزمنتیا لپاره کېږي چې د افغانستان په اړه د دې سازمان په ۱۷مه فوق‌العاده غونډه کې یې تړون وشو.


دې قرارداد کې له طالبانو غوښتنه شوې چې په حکومت نورو برخو کې د 'ټولشمولیت ' اصل ته پام وکړي او ښځو ته دې هم برابر حقونه او د ژوند ټولو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.


خو همدا تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، نړیوالې ټولنې ۱۵ کسیزه نوملړ ور سپارلی چې حکومت کې یې شامل کړي، هغه چې د طالبانو په خبره، دوی ته د منلو نه دی.


د اسلامي همکاریو سازمان زیاتوي، طارق علي بخیت د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې د شوې فوق‌العاده غونډې پر مهال د رامنځته شوي خوځښت په ساتلو او د غړو هېوادونو او شریکانو ترمنځ د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.




د ښاغلي بخیت له قوله، "دا ډول اقدام به په افغانستان کې له ناورین سره مخ بشري وضعیت په مخنیوي، د زیانمنو خلکو ملاتړ، دوی ته د غوره اقتصادي لید لوري په وړاندې کولو او وروستي هدف ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي. "


د اسلامي همکاریو سازمان د کابل دفتر رئیس سعید العیاش هم د تېرې چهارشنبې په ورځ یعني د مارچ په۴مه خپل ماموریت پیل کړ.


دا سازمان وايي، د کابل دفتر به یې له افغانستان سره د نړیوالو متحدانو بشري مرستې همغږې او په بېلابېلو برخو کې به د افغانانو د ملاتړ لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړي.


د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو د مالي صندوق په فعالیت ټینګار کوي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC  وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ولیکل، داسې مهال چې د نړیوالو پام د اوکراین جګړې ته اوښتې ده، خو نړۍ باید افغانستان له پامه و نه غورځوي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز  بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل وروستي راپور کې ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو په ۳۷۹ولسوالیو کې نږدې ۲۰ میلیون کسانو سره څه ناڅه مرسته کړې او اوس چې ژمی په پای ته رسېدو او پسرلی رانږدې دی، "احتمالاً" د هغې پراخې لوږې مخه اړول شوې چې اندېښنه یې موجوده وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus