Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ننګرهار سوداګر: د تورخم له لارې پاکستان سره سوداګري نېږدې نیمایي ته راکمه شوې

ننګرهار مېشتي افغان سوداګر وایي چې په دې ورستیو کې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچه د پخوا پرتله نیمایي ته نېږدې شوې ده. 


دوی دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په جلال اباد کې وکړې. 


ننګرهار مېشتو سوداګرو له دې ډلې حاجي تورملنګ له پاکستاني لوري وغوښتل چې پاکستان دې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په وړاندې پراته خنډونه لیرې او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي. 


تور ملنګ وایي:" د تورخم له لارې له پاکستان سره سوداګري په دې وروستیو کې نیمایي راکمه شوې ده او زموږ غوښتنه دا ده چې دا سوداګري دي بېرته د پخوا په شان زیاته شي او هم دې افغان سوداګرو ته په تورخم کې اسانتیاوې برابرې شي، څو افغان سوداګرۍ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي."


په دغه ناسته کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر ګلمراد عرب وویل، مخکې کلنو کې به د تورخم له لارې پاکستان ته په سوداګریزو توکو بار شااوخوا ۱۲سوه لارۍ تلې خو اوس دا شمېره ۵ سوو ته راټيټه شوې ده. 


عرب وایي:" د پخوا پرتله د تورخم له لارې پاکستانۍ سره سوداګرۍ ټکنۍ شوې، پخوا به د ورځې شااوخوا ۱۲ سوه سوداګریزو لاریو تګ راتګ کاوه خو اوس دا شمېره نیمایي ته راکمه شوې او د ورځې ۵۰۰ سوه لارۍ تګ راتګ کوي، غوښتنه کوو چې سوداګرۍ دې پراخه شي او شته ستونزې دې حل شي."


د مالیاتو لوړوالی، په خپل وخت موسمي حاصلاتو ته د تګ اجازه نه ورکول، د سوداګرو لپاره د تګ راتګ پرمهال د د اسانتیاوو نشتوالی او وخت په وخت د تورخم لارې بندښت هغه څه دي چې د ځایي سوداګرو په خبره، سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.   


له ننګرهار مېشتو سوداګرو سره د تېرې شپې په دې لیدنه کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم ومنله چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري اغېزمنه شوې خو د حل په موخه یې د دواړو هېوادونو له خوا د تازه ګډو هلو ځلو خبر ورکړ.   


نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر وضاحت ورنکر خو په خبره یې، د دواړو هېوادونو حکومتونه یوه نوي پړاو ته داخل شوي چې له مخې د به یې دواړو هېوادونو خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته او سوداګریزې ستونزې ورسره حل شي. 


ښاغلي منصور وویل:" د خلکو او سوداګرۍ پر وړاندې چې کومې ستونزې پیدا شوي دي، دا ټول په دې قطعه کې د بهرنیو سیاستونو او بهرنیو ځواکو د شتون پایله ده، له تېرو شااوخوا ۵۰ کالو راهیسې موږ د دغو ستونزو ښکار یوو، زما په خیال اوس د دې وخت را رسېدلی چې د دې ستونزو د حل په برخه کې مناسب، فوري او عملي کار وکړو."


د یادونې وړ ده چې د څو کلنو راهیسې خلک او سوداګر د تورخم له لارې پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو او سوداګریزو ستونزو د حل غوښتنه کوي خو د حکومتونو له خوا ورسره شوې ژمنې لا هم عملي شوې نه دي او کړې ژمنې یواځې ژمنې پاتې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus