Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکرایني او روسي پلاوو خبرې پای ته ورسېدې، له بېلاروسه بېرته ستانه شول

پر اوکراین د روسیې د حملې له پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په لومړي ځل خبرې پرون دوشنبې (د کب ۹مه) د بېلاروس او اوکراین ترمنځ یوه سرحدي سیمه کې ترسره شوې.


رسنیو د اوکراین د ولسمشر د سلاکار میخایلو پودولیاک له خولې ویلي چې ویې ویل، د روسیې له پلاوي سره یې د خپل هېواد د پلاوي خبرې پای ته ورسېدې او مرکچیان د سلا مشورې لپاره خپلو پلازمېنو ته ستانه شول. 


د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دفتر ویلي، کیف په دې خبرو کې پر سمدستي اوربند او د اوکراین له خاورې د روسي پوځیانو پر وتلو ټینګار وکړ.


دغه خبرې داسې مهال ترسره شوې چې روسیه پر اوکراین د حملې په خاطر د لویدیځ له سختو انتقادونو او بندیزونو سره مخامخ شوې ده.


په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په اروپایي ټولنه کې د خپل هېواد د سمدستي غړیتوب غوښتونه وکړه.




هغه هیله ښوودلې چې دغه غوښتنه به یې د اروپایي ټولنه ومني: "موږ له اروپایي ټولنې غواړو چې د یوې ځانګړې او نوې پروسې له مخې دې اوکراین ته فوري غړیتوب ورکړي. موږ د ټولو شریکانو چې له موږ سره ولاړ دي، منندوی یو، خو زموږ هدف له ټولو اروپایانو سره یوځای والی دی. تر ټولو مهمه دا ده چې سره مساوي واوسو. فکر کوم دا عادلانه ده او ډاډه یم چې موږ یې مستحق یو. ډاډه یم چې دغسې یو اقدام ممکن دی."   


د زلنسکي له دې غوښتنې څو ساعته وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک وویل، په اروپایي ټولنه کې غړیتوب یوازې د څو میاشتو خبره نه ده، خو هغې ټینګار وکړ چې اوکراین د اروپا یوه برخه ده.


په داسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه شپږمې ورځې ته داخله شوې، د دې هېواد ولسمشر وایي، د روسیې د حملې له پیل راهیسې له ۴۵۰۰ زیات روسي پوځیان وژل شوي، هغه ادعا چې په خپلواکه توګه یې تاییدل ګران کار دی.


روسیې له خپل لوري یوازې دومره ویلي، یو شمېر پوځیانو ته یې په پوځي عملیاتو کې مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.


ولودیمیر زلنسکي دغه راز له روسي پوځیانو غوښتي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.


په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، له اوکراینه چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو پراخ وسله وال کړکېچ بلل شوی، تر اوسه له ۴۲۲ زره ډېر کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وتلي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus