Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د 'افغان' په نوم د روباټیک یو بل ټیم فعالیت پیل کړی

د افغان په نوم د هلکانو د روباټیک نوې ډله چې غواړي د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم ځای ونیسي.


د روباټ جوړونکو دا ټیم شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې رامنځته شو، هماغه وخت چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او نړیوالې ټولنې په دې هېواد کې د بې کارۍ د کچې د لوړوالي خبر ورکړ.


د روباټیک په دې ډله کې یوځای شوي کسان د یادې برخې متخصصین دي.


د دغه ټیم مسولین وایي، د افغان روباټیک غړيو مخکې په ویشلي ډول فعالیتونه کول خو اوس دوی د یوې ډلې په شکل یو ځای کار کوي.


د افغان روباټیک ټیم مرستیال احمد ضیا بشیري وایي، په دې ټیم کې داسې کسان را یوځای شوي چې په یاده برخه کې یې په هندوستان کې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي: "موږ سره په افغانستان کې د روباټیک د یو ټیم د جوړولو فکر او انګېزه پیدا شوه چې باید یو ټیم ولرو چې د افغانستان په استازولۍ په نړیوالو سیالیو کې برخه ولري نو پیل مو وکړ، ټیم مو جوړ کړو او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې اوس ښې لاس ته راوړنې لرو."




د دغه ټیم د جوړونکو په خبره یو شمېر نجونو هم د دغه ټیم په جوړولو کې هلې ځلې کړي او د هغوی خوښې او امکانانو ته په کتو به هڅه وکړي چې د روباټیک افغان ټیم سره یې یوځای کړي.


دوی وايي، اوس مهال یې لویه ستونزه د مالي ملاتړ کوونکو نه شتون دی.


د افغانستان د ټکنالوژۍ انسټیټیوت استاد او د دغه ټیم یو موسس محمد ذکریا عمري ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال دوی خپل مالي امکانات له شخصي لګښتونو او دغه شان د دوی په لاس د جوړو شوېو دستګاګانو له پلور برابروي.


دوی تردې دمه د برېښنا د زېرمې ډېری ماشینونه چې 'یو.پي.اېس' یې بولي جوړ کړي او په کور دننه یې پلورلي دي.


ښاغلي عمري ازادي راډیو ته وویل: "کوم کسان چې غواړي موږ سره مالي مرسته وکړي ورته ډاډ ورکوو چې موږ به داسې شیان جوړ کړو چې ټولنه ورته اړتیا لري او نوي شیان وي."


په وروستیو کلونو کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم ښې لاسته راوړنې یې درلودې چې په نړیواله کچه یې شهرت ترلاسه کړو، خو د تېر نظام له سقوط او پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د ډېرو نورو کسانو په شان د نجونو د روباټیک ټیم غړې هم له دغه هېواده ووتې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus