طالبان: بایډن غواړي چې په خپل سر د افغانستان شتمني تصرف کړي
طالبانو تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن غواړي چې په خپل سر د افغانستان شتمني تصرف کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د بایډن دا اقدام د طالبانو په ټکو " څرګند تیری او ظلم" بلل کېږي.
جوبایډن څو ورځې وړاندې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ نیمایي برخه به ازادوي او نوره به یې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د دعوې تر پای پورې ساتي.