د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي، د حیرتان بندر له لارې صادرات او واردات ډېر شوي دي.
د دې ریاست د سوداګرۍ برخې مشر شیر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډيو ته وویل، له سیاسي بدلونونو وروسته سوداګریز فعالیتونه په دې ولایت کې د یوې مودې لپاره پیکه شوي و خو له څه وخت راهیسې د حیرتان بندر له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.
که څه هم ښاغلي سپاهي زاده په دې اړه کره ارقام وړاندې نه کړل، خو وې ویل چې د ورځې لسګونه موټر او رېل ګاډي په حیرتان بندر کې تخلیه کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې طبي بوتي، وچه مېوه او شیرین بویه د افغان سوداګرو صادراتي توکي دي چې په بدل کې یې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور د اړتیا وړ توکي واردېږي.
ښاغلی سپاهي زاده بانکي ستونزو ته په اشارې وايي چې که د بانکونو فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځي، د بلخ د سوداګرو واردات او صادرات به له دې څخه هم ډېر شي.