Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو بیا واکمني؛ افغانستان کې انلاین پلور او پېر ښه شوی؟

په افغانستان کې د انلاین پېر او پلور شرکتونو یو شمېر مسوولان وايي، وروستیو میاشتو کې د دې ډول سوداګرۍ لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.


د انلاین پلور او پېر د یوه شرکت مرستیال حمید ساعي وايي، دوی په بېلابېلو برخو کې په انلاین بڼه د توکو پلور او د پېردونکو او پلورونکو ترمنځ د نغښت لپاره زمینه برابره کړې.


د ده په خبره، د رسټورانټونو، د خوراکي او د سینګار د توکو د پلورونځیو، د جامو پلورونکو او د دوی ترمنځ همکارۍ د انلاین پلور او پېر په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.


ساعي زیاته کړه:" نن کار لامل شوی چې زموږ لېږد په مارکېټ کې مطرح شي. هغه خلک چې د خوراک فرمایش کوي، که ټکسي ته اړتیا ولري او یا هم نور، په بېړه یې خدمت کوو."


د ښاغلي ساعي په خبره، دوی اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپل خدمتونه پیل کړي دي.




یو شمېر افغانان په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو له‌خوا له محدویت سره مخ دي او نه‌شي کولی په اسانۍ بازار ته ولاړې شي، د ټیلیفون له لارې د توکو پیرلو ورته دا چاره ډېره اسانه کړې ده.


دوه تنه کابل مېشتي دیبا او اجمل چې انلاین پېر کوي ازادي راډیو ته وویل: "له وروستیو بدلونونو وروسته ډېرې ښځې له کور وتلای نه‌شي. زه خپله د هغو محدویتونو له امله چې طالبانو لګولي، بهرته وتل مې ښه نه راځي. وېرېږم هم، له همدې امله انلاین پېر راته ډېر غوره دی.


-په ټوله کې مې یې له ټولو خدمتونو ګټه اخیستې، لکه خواړه مې وغوښتل، په بېړه یې را ورسول. خواړه یې پاک و، کار کوونکي یې هم مسلکي وو."


ازادي راډیو پر ښځو د طالبانو د حکومت له‌خوا د وضع شوېو محدویتونو د اندېښنو په اړه د دوی دریځ وپوښت، خو ځواب یې ورنه کړ.


هاخوا د ځینو صنایعو پلورونکې دیانا هاشمي وايي، د دوی او د انلاین شرکت ترمنځ ګډې همکارۍ د دوی د کار روزګار د سقوط مخه نیولی: "د اوس‌ لپاره مې د بُبر په نوم یو شرکت سره قرارداد کړی. دوی راځي توکي را څخه وړي او هغوی چې فرمایش یې کړی، ورته یې رسوي. هره ورځ بېلابېل پېردونکي لرم. له ۱۰ تر ۱۵."


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دې برخه کې به له سوداګرو سره همکاري وکړي.




د دې وزارت ویاند مولانا زهیر ازادي راډیو ته وویل، د امازون شرکت له تجربې په ګټې دا کار د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا ډېر اغېز لري: "د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکټور، د هټیوالو د ټولنې، یو شمېر سوداګرو او هغو سره چې له سافټ‌وییر ګټه اخلي، همکاري کوي. له خلکو هم غوښتنه کوو چې دې کار ته احترام وکړي او ویې پالي. موږ کولای شوو چې له دې لارې پېر او پلور ولرو."


ښاغلی زهیر زیاتوی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې لټه کې دی چې د ښځینه سوداګرو لپاره یو انلاین بازار جوړ کړي، څو وشي کولی چې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.


په افغانستان کې د انلاین یا پر لیکه سوداګرۍ د پراختیا په اړه داسې مهال هیلې را ټوکېږي چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په پیل سره سم، دا هېواد له اقتصادي او ټولنیز وضعیته د بل هر وخت په پرتله په بد حال کې دی.


خو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د مالیې وزارت سره په ګټه په لټه کې دي چې اوسنیو ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus