Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لتا منګېشکر مړینه؛ پخوانیو افغان چارواکو او عامو افغانانو خواشیني څرګنده کړې

د هند د مشهورې سندرغاړې لتا منګېشکر د مړینې په اړه د افغانستان پخوانیو سیاسي څېرو او ځوانانو خواشیني څرګنده کړې ده.


پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په خپله ټویټر پاڼه د لتا مړینه ضایع بللې او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.


ښاغلي کرزي لیکلي د لتا منګېشکر غږ ملیونونه زړونه له خوښیو ډک کړل.


د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:"موږ د خپل مخکې نسل په شان د لتا منګېشکر له ښکلي غږ او سندرو سره رالوی شوي یو او ژوند مو کړی، هغه به زموږ د ژوند برخه او د ګډ تمدن میراث وي.”




د هند د موسیقۍ اسطوره لتا منګېشکر پرون یکشنبه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د ۹۲ کلنۍ په عمر وفات شوه.


د لتا منګېشکر په مړینې د هند حکومت دوه ورځېنی ویر اعلان کړی.


د هند حکومت د لتا منګېشکر مړینه د خپل هېواد او هنر نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.


که څه هم لتا واده و نه کړ او نه اولاد لري، خو د هندي موسیقۍ مور شوه.


په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو لیکلي چې د لتا منګېشکر غږ او سندرې به د خلکو په ذهنونو کې تل پاتې وي .


د کابل اوسېدونکې ٢٧ کلنه بنفشه بهار وايي چې د مېرمن لتا مينه واله ده.


بنفشه وایي:" په ډېر افسوس او درد سره هند خپل یو ځانګړې سندرغاړې له لاسه ورکړه. ما د ماشومتوب راهیسې د دې هندي افسانوي سندرغاړې سندرې اورېدلې. د سندرو په اورېدلو یې ما ته عجیب احساس پیدا کېدو. په دې وروستیو کې زه د هغې یوه حماسي سندرې سره مخ شوم (بنام هی میرا وطن کی لوګو) د دې سندرې موسیقۍ، شعر او تصویر په معجزه یې توګه د هر انسان په زړه کې د وطن پالنې احساس راپاروي".




په نوي ډهلي کې افغان شاعر او لیکوال د یاسېنګ انجان هم وايي، د لتا د غږ مینوال و او هغه یې ډېره اورېدلې.


د لتا منګېشکر په اړه ویل کېږي چې مینه ناکه او هڅوونکې هم وه.


افغان پېژندل شوې سندغاړې مېرمن قمرګل، کلونه مخکې ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و لتا منګېشکر به دا افغانۍ لتا بلله او په بېلابېلو مناسبتونو کې به یې ورته د مبارکۍ کارتونه لېږل.


لتا منګېشکر خپله لومړنۍ سندره شااوخوا ۷۳ کاله وړاندې په ۱۹۴۹ کال کې وویله.


لتا په خپل ژوند کې یوازینۍ هندي سندرغاړې پاتې شوه چې د اوو لسیزو لپاره فعاله وه او د څلورو نسلونو لپاره یې سندرې ویلې.


د تورو او سپینو فلمونو رانیولې بیا د بالیووډ سینما د شهرت تر پړاوه پورې.


لتا له ۷۰ کاله په زیات سندریز ژوند کې له ۳۰ زرو څخه زیاتې سندرې ویلې دي.


په نوي ډهلي کې افغان شاعر او لیکوال د یاسېنګ انجان هم وايي، د لتا د غږ مینوال و او هغه یې ډېره اورېدلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus