Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګارډین: امریکا افغانستان کې جګړه بایللې، خو اوس سوله هم له لاسه ورکوي

ګارډین


له بریتانیا خپرېدونکي ګارډین ورځپاڼې د افغانستان پر بشري وضعیت او په وړاندې یې د امریکا په چلند تبصره کړې ده. 


په مطلب کې راغلي، امریکا او لوېدیځ د شتمنیو په کنګلېدو او د مرستو په بندولو د افغانستان هغو خلکو ته سزا ورکوي چې له وړاندې بې وزله وو. 


په مطلب کې راغلي، وړاندې شوې احصایې د افغانستان د خلکو د ناوړه ژوند بشپړ انځور نه وړاندې کوي او د لیکوال په خبره ځینې خلک له ناچارۍ خپلې وړې نجونې ودوي او یا خپل بډوډي یا پښتورګي پلوري. 


د مطلب په یوه برخه کې راغلي چې امریکا او لوېدیځ باید خپل ارزښتونه له دې سره ونه تړي چې افغانستان کې ماشومان وږي اوسي او ښوونځي د دې لپاره بند وي چې ښوونکو ته یې معاش نه رسیږي. 


لیکوال ویلي، امریکا افغانستان کې جګړه بایللې، خو اوس سوله هم له لاسه ورکوي. 


لیکوال ویلي، د ملګرو ملتونو او ځینو نورو خیریه مؤسسو له خوا افغانستان سره مرسته شوې، خو په خبره یې شوې مرستې د هغو اته نیم میلیارده ډالرو شااوخوا لس فیصده جوړوي چې پخوا په کلني ډول افغانستان ته ورکول کېدې. 



نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز ورځپاڼې افغانستان کې د روغتیایی سکټور پر مالي ستونزو یوه مقاله خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی دی " افغانستان کې روغتیایي سیستم تر فشار لاندې د نړېدو په حال کې دی". 


ورځپاڼې د مقالې په پيل کې په غټو تورو لیکلي چې روغتونونه او کلینیکونه د پیسو د کموالي له ستونزه سره مخامخ دي، حال دا چې ګڼ شمېر کې خوارځواکه ماشومان مراجعه ورته کوي. 


د نیویارک ټایمز په لیکنه، روغتونونه اوس یوازې د فعاله پاته کېدو په هڅه کې دي او د مطلب لیکوال د یوه اټکل له مخې ویلي ۹۰ په سلو کې روغتیایي مرکزونه ممکن راتلونکو څو میاشتو کې وتړل شي. 


په مقاله کې د کابل اندراګاندي یا د ماشومانو د صحت روغتون وضعیت ته کتنه شوې او هلته د ځینو بستري ناروغانو ناوړه وضعیت انځور شوی دی. 


مقاله لیکونکي ویلي، دغه روغتون او نورو روغتیایي مرکزونو ته ناروغان راوړل کېږي چې ډېره برخه یې په شدیدي خوارځواکۍ اخته ماشومان دي. 


وړاندې په مقاله کې لولو چې د افغانستان د نفوس ۷۵ سلنه له جدي بې وزلۍ سره مخامخ دي او داسې اټکل کېږي چې د سږکال په جریان کې به څلور اعشاریه ۷ ملیونه ماشومان له شدیدي خوراځواکۍ څخه رنځ وړي. 


د روغتیایي سکتور مالي ستونزه د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر باري عمر ازادي راډیو ته هم تائید کړه. 


هغه د بیلګې په توګه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې مرکزونو ته اشاره وکړه چې په خبره یې د ۳۷ مرکزونو له ډلې یوازې ۵ یې فعالیت کوي. 


باري عمر وویل، مخکې نړیوال بانک او نورو مؤسسو د روغتیایي سکټور مالي ملاتړ کاوه، خو د طالبانو په راتګ دا مرستې تر ډېره ودرېدې. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus