Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له کابله قطر ته د الوتنو بهېر؛ اوونۍ کې به دوه چارټر الوتنې ترسره شي

د قطر د بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له قوله ویل شوي چې له طالبانو سره د شوې موافقې پر اساس به د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه په چارټر الوتنو کې د خلکو د ایستلو پروسه بېرته پیلیږي.


د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د قطر د بهرنیو چارو وزیر له واشنګټن نه اکسیوس خبري وېب سایټ سره په مرکه کې کړې ده. 


د دغې موافقې له مخې به د قطر د هوایي شرکت له خوا په اوونۍ کې دوه چارټر الوتنې ترسره کېږي او متحدو ایالاتونو او نورو هېوادونو ته به اجازه ورکول کېږي چې خپل په زرګونو اتباع او نور له خطر سره مخامخ افغانان له افغانستانه وباسي. 




د راپور له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له اکسیوس رسنۍ سره دغه مرکه پرون دوشنبې له واشنګټن څخه د کتنې په مهال کړې ده.


نوموړی واشنګټن ته په سفر کې د قطر له امیرشیخ تمیم بن حمد الثاني سره چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وکتل، ملګرتیا کوي. 


د قطر د حکومت یوې باوري سرچینې رویترز ته د جنوري په ۲۷ ویلي و چې د قطر هوایي شرکت له شااوخوا دوه میاشتو ځنډ وروسته له افغانستانه د خلکو د را ایستلو لپاره الوتنې پیل کړي دي.


قطر دغه عملیات د تیرې ډسمبر په لومړیو کې له طالبانو سره د اختلاف له امله چې کومو کسانو ته دې اجازه ورکړل شي چې په دغو الوتنو کې له هېواده بهر ته ولېږدول شي، درولي و.




د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له قوله اکسیوس خبري وېب سایټ ویلي چې په دې اړه چې په اوونۍ کې یو ځل د اریانا افغان هوایي شرکت له خوا یوې الوتنې ته اجازه ورکړل شي، خبرې روانې وې. 


د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي و چې یوازې به هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې له افغانستانه د وتلو لپاره قانوني اسناد ولري.


قطر په تېره اګست میاشت کې د کابل له نړیوال هوایي ډګره د لسګونو زره کسانو په ایستلو کې مهمه ونډه اخیستې.


د امریکا ولسمشر جوبایډن هم تېره شپه د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په سپینه ماڼۍ کې دغه موضوع راپورته کړه او د قطر د ښې همکارۍ ستاینه یې وکړه او دا هېواد یې د ناتو له غړیتوبه بهر د دې تړون یو مهم متحد وباله. 


دواړو مشرانو په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې وکړې.  


په سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر سره د کتنې پر مهال ولسمشربایډن وویل، دافغانانو د ملاتړ لپاره به دواړه هېوادونه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus