Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پوهنتونونو د بیا پیل اعلان؛ د نجونو پر مخ به یې دروازې پرانیستل شي؟

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني پرون په یوه ویډیو کې په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د پیل خبر ورکړ، خو په خبرو کې یې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو د تلو هېڅ یادونه و نه کړه. 


زرغونه یوسفزۍ د کابل پوهنتون د اروا‌پوهنې د لومړي کال محصله ده.


هغه چې څو میاشتې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم، په کور شوه. 


زرغونه خوښه ده چې پوهنتونونه بیا پیلېږي خو وايي، د طالبانو د حکومت له‌خوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې د ښځینه محصلانو هېڅ یادونه نه ده شوې او وېرېږي چې پوهنتون ته د تګ اجازه به ور نه کړل شي. 


زرغونه وایي:" د علم زده‌کړه په هر نارینه او ښځینه فرض ده، که چېرې دوی ښځو ته د زده‌کړې اجازه ور نه کړي، ګناه‌کار به شي. څو میاشتې کېږي چې زموږ درسونه پاتې دي. ډېره اندېښمنه یم، لومړی د کرونا وبا د خپرېدو له امله مو زده‌کړې وځنډېدې او اوس د اسلامي امارت له لاسه نه یو توانېدلي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو. " 




شهیره الهامي چې په هرات پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځي د وروستي کال محصله ده وايي، زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی او هېڅوک باید نجونې له زده‌کړو منع نه کړي. 


الهامي وایي:" د نجونو د زده‌کړو په اړه هېڅ تضمین نه‌شته چې ایا کولای شي دوام ورکړي او که نه، خپل ډیپلوم به واخلي او که نه. دا هم معلومه نه ده چې له فراغت وروسته به دنده ورکړل شوي او که نه. " 


ومو غوښتل د دې اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو خو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي خبرو ته حاضر نه شو. 


خو د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي استاد اسدالله حسین‌زي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ویل شوي چې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا دي. 


حسین زی وایي:" موږ ته هم د لوړو زده‌کړو وزارت هماغه اعلامیه راغلې نور هېڅ محدودیت نه دی شوی. تر هغه ځایه چې زه خبر یم، یوازې د ننګرهار د طب پوهنځي وخت ته بدلون ورکړل شوی، له سهار تر غرمې هلکان درس وايي او له هغې وروسته نجونې. " 




له دې وړاندې خصوصي پوهنتونونو هم د نجونو او هلکانو د درسي ټولګیو په جلاتوب سره خپل درسي بهېر پیل کړی دی. 


د خصوصي پوهنتونونو او لوړ زده کړو له خوا په هغه طرحه کې چې د دغې ټولنې د مسؤلینو په وینا د لوړو زده‌کړو وزارت تائید کړې لیکل شوي، ټولې محصلې نجونې باید تور لباس چې ټول بدن د  پښو تر لاندې بندونو په کې پت وي واغوندي، د هلکانو او نجونو درسي ټولګي باید جدا وي او تر خوا یې د تفریح لپاره هم جلا خونه جوړه شي. 


په دې طرحه کې زیاته شوې، د نجونو د ټولګو استادانې باید ښځې وي او یا هم هغه نارینه چې عمر یې زیات او دین‌داره وي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus