Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې معترضې مېرمنې: لس ورځې شوې خو لا هم د تمنا او پروانې برخلیک معلوم نه شو

د طالبانو د حکومت له‌خوا د پروانه ابراهیم‌خېل، تمنا زریاب پریاني او د هغې د درې خویندو له نیول کېدو لس ورځې تېرېږي، خو سره له دې چې دې موضوع نړیوال سخت غبرګون درلود، خو بیا هم د دې نجونو برخلیک معلوم نه دی.


د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د حکومت د کړنو پر وړاندې یوې معترضې زهرا محمدي ازادي راډیو ته وویل، د پروانې ابراهیم‌خېل له ورور سره یې خبرې کړي او پوهېدلې چې هغه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې بندې ده.


اغلې محمدي زیاتوي، پروانه د حوزې د مسوولانو له‌خوا سخته وهل ټکول شوې: "تمنا او پریانې یې بندیانې کړي. موږ هر څه ژر د دوی ازادي غواړو. د دوی د نجونو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته. زړه مو ټوټې ټوټې دی. د دوی نیونې یې کورنۍ په غم کېنولي وېرېږو چې دا نجونې و نه وژني. "


د معترضو ښځو له قوله، تمنا او پروانه د جدي په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ناوخته کابل کې وروسته تر هغې له خپلو کورونو کې یوړل شوې چې په زور یې د حجاب د کولو پر ضد لاریون وکړ.




د ملګرو ملتونو  د ښځو څانګې د طالبانو له‌خوا د دې نجونو د بندې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له دوی یې غوښتي چې په دې اړه معلومات ورکړي.


دې سازمان په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "طالبان باید په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د بسټیزو حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي."


د اوسلو په غونډه کې د معترضو نجونو او ښځو په استازولۍ ګډون کوونکې هدا خموش هم پر دې ټینګار کوي چې طالبان باید نیول شوې نجونې هر څه ژر خوشې کړي.


که څه هم د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل، دا موضوع به وڅېړي او معلومه به کړي چې دا نجونې څه ډول نیول شوي او چېرته دي، خو اوس د دوی د حکومت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني د دې معترضو نجونو نیول ردوي.




هغه ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د هېچا کور ته نه ننوځي او هېڅ یوه ښځه یې نه ده نیولې. دا راپورونه بې‌بنسټه دي. اسلامي امارت روښانه وايي چې نه داسې کومه اراده لري او نه یې داسې کوم کار کړی. دا د هماغو شومو پلانونو برخه ده چې غواړي اسلامي امارت په نړۍ کې بدنام کړي. "


په افغانستان د طالبانو د  بیا ځلي حاکمېدو وروسته، نجونې او ښځې د کار، زده‌کړې او ان تګ راتګ پر مهال له نوېو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوي چې پراخ غبرګون یې را پورته کړی دی.


د دې محدودیتونو پر وړاندې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نجونو او ښځو اعتراضونه او لاریونونه هم کړي چې په یو شمېر سیمو کې د طالبانو له تاوتریخوالي او کرکجن عکس‌العمل سره مخ شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus