Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

وال سټریټ ژورنال: د افغانستان روغتونونو کې تر وخت مخکې کمزوره ماشومان مري

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د شدیدې لوږې پر موضوع لیکنې خپرې کړي دي. 



وال سټریټ ژورنال


په دې اړه وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې  لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لوږه په خپرېدو ده، په روغتونونو کې تر وخت مخکې کمزوره ماشومان مړه کېږي. 


ورځپاڼه د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر افغانستان د امریکا د بندیزونو اغېز ته په اشارې وايي چې دا هېواد له بشري ناورین سره مخامخ شوی دی. 



وار ان دي راکس


په همدې موضوع وار ان دي راکس خپرونې هم لیکنه خپره کړې خو د دې خپرونې په باور د طالبانو پر ضد د بندیزونو پای ته رسېدا به په افغانستان کې د بشري بحران له کمېدو سره مرسته ونه کړي. 


خپرونه لیکي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره په دې هېواد کې بشري بحران پیل شوی او که فوري مرستې ونه شي کېدای شي چې په افغانستان کې بې ساری بشري ناورین رامنځته شي. 


ورځپاڼه د امریکا حکومت ته سپارښتنه کوي چې باید پر افغانستان بندیزونو ته دوام ورکړي څو امریکا او نړیوال امنیت ته د تروریزم او مخدرو موادو د خطر مخه ونیول شي خو په عین وخت کې دا بندیزونه په افغانستان کې بشري ناورین زیاتوي او د مرستندویو ټولنو د مرستې رسونې هڅو ته خنډ پېښوي.


خپرونه وايي باید نورې لارې ولټول شي چې د افغانستان عام خلک تر فشار لاندې رانه وړل شي.  


د امریکا حکومت د افغانستان بانک تر ۹ ملیارد ډالره زیاته شتمني کنګل کړې ده.  


په بریتانیايي مطبوعاتو کې د افغانستان په تړاو له دې هیواده د کورنیو حیواناتو د ایستلو موضوع تر ټولو توده ده. 


په یوه افشا شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال له دې ښاره د حیواناتو ایستل تائید کړي وو.  


دې موضوع د دې لپاره زیات بحثونه پارولي چې بریتانیا د انسانانو په ځای د حیواناتو ایستلو ته ولې لومړیتوب ورکړی دی. 



انډیپنډنټ


انډیپندنټ ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه په الوتکه کې د حیواناتو د ایستلو په اړه بخښنه غوښتې ده. 


ورځپاڼه زیاتوي، د باندنیو چارو وزیر د پارلمان له هغې کمېټې بخښنه غوښتې چې د حیواناتو د ایستلو په هکله د بورېس جانسن د برېښنالیک په اړه یې څېړنې کولې.  


ښاغلي جانسن مخکې د نوزاد ټولنې د پالل شویو حیواناتو د ایستلو په اړه پوښتنه ''مزخرفه خبره '' بللې وه. 


نوزاد ټولنه یوه پخواني بریتانیايي پوځي په کابل کې د کوڅه ډبو سپو او پیشوګانو د ساتنې لپاره جوړه کړې وه.  


خو اوس د بریتانیا د صدراعظم د دفتر د یوه چارواکي برېښنالیک ښيي چې صدراعظم شخصاً په دې موضوع کې ښکېل و، دا په داسې حال کې ده؛ کله چې په دسمبر کې له صدراعظم جانس څخه پوښتنه وشوه چې ایا رښتیا یې له کابله د افغانانو د ایستلو پر ځای د حیواناتو ایستلو ته لومړیتوب ورکړی؟ ده وویل: ''دا ټول چټیات دي. ''

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus