Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قطر: د کابل هوايي ډګر د مدیریت لپاره له طالبانو او ترکیې سره هوکړې ته نږدې یو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر، ترکیې او طالبانو د کابل د نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه په کلیدي موضوعاتو هوکړه کړې.


د دې وزارت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي،  قطر، ترکیې او د طالبانو حکومت په پلازمېنه دوحه کې د پنجشنبې په ورځ په خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت  او ترې د ګټنې په اړه  په "څو کلیدي موضوعاتو"  هوکړه کړې.


خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد را نغاړي.


د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې پرونۍ غونډه په کابل کې د شویو هغو دوام و.


د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند ادارې ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته ویلي و د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي څرنګوالي، ځمکنیو خدماتو او هوايي حریم باندې بحثونه شوي.




ښاغلي احمدي زیاته کړې وه، ترکیه او قطر به په هوايي ډګرونو کې د ماشینونو او سکینرونو په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.


احمدي زیاته کړه وه:"د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت، ځمکنو خدمتونو او هوايي حریم. دا درې موضوعات دي چې په هغې خبرې شوي. په هره یوه برخه جلا جلا بجث شوی. د امنیت په اړه مو خبرې وکړې، یوې ټولیزې هوکړې ته نږدې رسېدلي یوو، خو رسمي هوکړه نه ده شوې چې نا سمه انګېرنه و نه شي، له امنیت هدف یوازې د هوايي حریم امنیت دی. د هوايي ډګر امنیت زموږ د کورنیو چارو  وزارت سره دی، دا په دې معنی نه دی چې د هوايي ډګر امنیت هغوی ته وسپارو. یعنې هېڅ یو بهرنی وسله‌وال به په میدان کې نه وي.  یوازې د ماشینونو، سکن او تخنیکي برخه کې هوکړې ته رسېدلي یو  او دا چې په نورو برخو کې هم هوکړه وشي، یو قرارداد به وشي."


د دوحې د تېرې ورځې د ناستې په اړه مو د دې وزارت له چارواکو وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ په شوې ناسته کې کومه هوکړه نه ده شوې.


مجاهد وایي:" تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې وروستي پړاو ته ورسېږو."


د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي چې د دې مذاکراتو وروستی پړاو به راتلونکې اوونۍ قطر کې وشي.


د کابل هوايي ډګر چې یو مهال ۲۴ ساعته د هر ډول خدماتو پر وړاندې پرانېستی و، د بهرنیو عسکرو له وتو او هلته د را پېښو شویو تخنیکي ستونزو له امله لا تراوسه بېرته پخواني حالت نه دی راوستول شوی او بشپړ فعال نه دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus