Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې محکمه اعلان کړه 

د طالبانو حکومت د لويې څارنوالۍ له خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز سرپرست مشر تر ټاکل کېدو وروسته، اوس د سترې محکمې په تشکیلاتو کې د نشه يي موادو اړوند قضيو لپاره ځانګړې محکمه اعلان کړې ده.


له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې محکمې په تشکيلاتو کې مولوي خان محمد د قاضي، عبدالله تايب د مفتي او مولوي الفت د محرر په توګه ټاکل شوي دي.


د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي ازادۍ راډيو ته وويل چې د دې محکمې تشکیلات به په راتلونکې وخت کې پراخه شي او د نشه يي موادو اړوند ټولو اړخونو ته به پاملرنه وشي.


کریمي وایي:" په دې برخه کې يوه محکمه جوړېږي، د نشه يي موادو د قاچاقو، توليد او نورو اړوندو فعاليتونو مخه به نيسي چې دا خپله يو پرمختګ دی. د وخت په تېرېدو سره به پراختیا ومومي او ټول هغه اړخونه به څېړي چې زموږ هېواد له خطرونو سره مخ کوي. "




له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴ شمسي کال کې د پخواني حکومت له خوا جوړ شو چې په خپل تشکيل کې يې ابتدائيه او استيناف محکمې درلودې.


دې محکمو په کال کې د علني يا ښکاره غونډو په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاقو ۱۵ سوه دوسيې څېړلې او پر تورنو کسانو به يې حکمونه صادرول.


د نشه يي موادو اړوند قضيو ته په کتو سره، په ابتدائيه محکمه کې څلورو او استيناف محکمه کې پنځو قاضيانو کار کاوه.


د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون په تېرو شپږو میاشتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د فعاليتونو په اړه انتقاد کوي او وايي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاقو ډېروالي ته په کتو سره، د طالبانو د حکومت وړوکی تشکيل ښيي چې دا حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې جدي نه دی.


پښتون وایي:" د نوي حکومت يا طالبانو په راتګ سره په دې نظام کې له نشه يي موادو سره مبارزه سمبوليکه بڼه لري، ځکه نو دوی دوه قاضیان او يو څارنوال ټاکلی دی. په سيسټم کې د نشه يي موادو خلاف اداره سمبوليکه ده، نه په تېرو شپږو مياشتو کې چا د نشه يي موادو خلاف مبارزې عملي اړخ احساس کړی او نه زه فکر کوم په راتلونکي وخت کې تر هغو پورې عملي ګام واخلي چې دوی په دې اړه قانون جوړوي او نشه يي مواد غير قانوني اعلانوي، هغه وخت ښايي تشکيلات پراخ کړي، خو په موجوده شرايطو کې دا تشکيلات ډېر واړه دي. "


د طالبانو د حکومت له خوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې د دوی امنيتي ادارو په وروستيو درېیو میاشتو کې د نشه يي موادو لسګونه واړه کاروباريان نيولي دي، خو په دوی کې د نشه يي موادو يو لوی قاچاق کوونکی نه نیول شوی او نه محاکمه شوی دی.


د دې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ:




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus