Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

توماس وېسټ: د خپلو ټولو اندېښنو په اړه مو له طالبانو سره پرېکنده خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ له طالب چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدونو او بحثونو نچوړ خپور کړی.


ښاغلي وېسټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې کتنو کې په راتلونکي وري یا حمل میاشت کې د ښوونځیو د بیا پیل په چمتووالي، امنیتي وضعیت، له داعش سره د مبارزې او د خپل‌سرو نېونو د درېدو په ګډون په پراخو موضوعاتو بحثونه شوي.


د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو دا لوړ پوړی چارواکي وايي، طالبانو سره یې خبرې پرېکنده وې او یو څرګند پیغام یې اورېدلی چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې ښکېله پاتې شي.




هغه له طالب چارواکو د خپلو غوښتنو په اړه لیکي" د افغانانو ترمنځ باید د خپل هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه پراخې سلا مشورې پیل شي. خپل‌سرې نېونې پای ته ورسېږي، بشري حقونه وساتل شي او نجونې او ښځې باید په ټول هېواد کې بې له ځنډه او خنډه ښوونځیو ته لاس‌رسي ولري. "


توماس وېسټ له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو په دوام هم ټینګار کوي او زیاتوي، دوی د بانکي سکټور، د اسعارو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو د اواري او د بشري او لومړنیو مرستو په تړاو هم تفصیلي خبرې کړي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصادي او بانکي سکټور تر بل هر وخت ډېر ځپېدلی او د سقوط په درشل ولاړ دی.


هاخوا بیا د ناروې د کډوالۍ شورا یا NRC وايي، یو راپور ښيي چې په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، پر دې هېواد د لوېدیځ اقتصادي بندیزونه مرسته رسوونکو بنسټونه ته د پیسو د لېږد مخه نیولې او له همدې امله میلیونونه کسان له بېړنیو مرستو محروم شوي دي.


NRC زیاتوي، تر هغه چې د متحده‌ایالاتو د خزانې وزارت او نورې مرستندویه ادارې سم‌لاسي اقدام و نه کړي، بانکونه د بشري مرستو لپاره د مالي لګښتونو اسانتیا رامنځ‌ته نه کړي، څو د افغانستان بانک د خپلو مهمو دندو پیل ته را و نه ګرځي، په دې هېواد کې ملیونونو ګواښ سره مخ خلکو ته مرستې رسول ناشوني دي.


په دې راپور کې له افغانستان سره د مالي مرستو اوسنی بهېر اروزل شوی او ښيي چې دا لړۍ د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ معیار، خوندیتوب، توازن او د لګښتونو د پوره کېدو سره برابره نه ده.


په راپور کې تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ښودل شوې چې د مرستو اوسني میکانیزم ته په بشپړ ډول سیمه‌ییز مرسته رسوونکي او خپله افغانانو ته د لاس‌‌‌رسی نه‌لري او د اړتیاوو د زیاتېدو سره د اقتصادي سقوط په مخنیوي کې هېڅ مرسته نه‌شي کولای.


خو له دې ټولو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه مکلفیت لري چې له افغانانو سره مرسته وکړي.


د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، امریکا نه یوازې دا چې افغانستان سره د بشري مرستو مخنیوی نه کوي، بلکې افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره د هر ډول اسانتیاوو د چمتو کولو لپاره هڅه کوي.




پرایس وایي:" نړیوالې ټولنې ته روښانه کوو، موږ ټول څه کوو چې کولای یې شوو. د نړۍ هر مسؤل هېواد، څه په سیمه کې او څه له سیمې ور هاخوا فرصت لري او په ځینو برخو کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې مکلفیت لري. "


د طالبانو حکومت هم د نړیوالو د هر ډول بشري او اقتصادي مرستو هرکلی کوي او تر خوا یې ډاډ ورکوي چې دا مرستې به اړمنو افغانانو ته رسېږي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان‌سوپکو افغانستان کې د بشري مرستو د ضایع کېدو احتمالي خبرداری ورکړ.


ښاغلي ساپکو چې پرون یې د اتلانتیک شورا په یوه انلاین بحث کې خبري کولې وویل، که د نړیوالو پر مرستو دقیق څار موجود نه وي دا خطر شته چې مرستې مستحقو کسانو ته له رسېدو مخکې ضایع شي.


دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې افغانستان اوس‌مهال د بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ، خراب ټولنیز وضعیت او د اقتصادي او روغتیايي سکټور د سقوط تر ټولو بد وضعیت سره مخ دی او د مخنیوي یوازینۍ هیله یې هم بهرنۍ مرستې او د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې ازادي ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus