Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له تعلیمه بې برخې شوې کونړ مېشتې نجونې: ۶ میاشتې وشوې خو لاهم ښوونځي تړلي

په کونړ کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې وايي، شپږ میاشتې په پوره کېدو دي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي او اوسني چارواکي که څه هم د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو ژمنې کوي، خو لا هم یادې ژمنې نه دي عملي شوي.


له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نه‌هیلۍ بدلې شوي دي.




د یوولسم ټولګي زده کوونکې ښکلا وویل:"شپږ میاشتې کېږي چې زموږ ښوونځي تړل شوي، ما هیله درلوده چې راتلونکې کې د کانکور ازموینه ورکړم او ښه پوهنځي ته بریالۍ شم. هیله مو دا ده چې موږ ته د تعلیم او تحصیل کولو اجازه راکړل شي. په کومه ټولنه کې چې ښځې له تعلیمه بې برخې کېږي، هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولی."


د دوی په خبره چې په هره ټولنه کې ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو کار کوونکو ته اړتیا ده او دا اړتیا له تعلیم او تحصیل پرته نه شي پوره کیدای.


نسرین هم د یوولسم ټولکي زده کوونکې ده وايي، دوی په اسلامي او افغاني ټولنه کې زیږېدلي او خپلو کورنیو ورته د حجاب په اړه ټولې سپارښتنې کړي او تل يې حجاب مراعت کړی دی.


د هغې په خبره د دوی په ښوونځي کې ټولې ښځینه ښوونکې درس ورکوي، ښوونځی يې له هلکانو جلا دی او هېڅ شرعي دلیل نشته چې دوی له درسونو منع کړي.




نسرین زیاته کړه: "نجونو زیاته خواري ایستلې، اوس دغه خواري يې په سیند لاهو کېږي. ټولې نړۍ ته معلومات دی چې دلته نجونې په حجاب کې ښوونځیو ته ځي او په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي. د ښځو تعلیم ډېر اړین دی، که په یوه ټولنه کې ښځینه ډاکټره، ښوونکې او بله ښځینه کار کوونکې نه وي، نو هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولی. همدا تعلیم دی چې یو هېواد د نورو هېوادونو سره سیال کولی او پرمختګ کولی شي."


که څه هم چې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه دي او په راتلونکي نوي لمریزکال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.


د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې هم له طالب پلاوي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل غوښتل شوي چې دوی هلته په نوي کال کې نجونو ته د تعلیمي ادارو د خلاصولو ژمنه کړې ده.


په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو لپاره د مرکزي حکومت امر ته منتظر دي.




د کونړ اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول مسایل مرکز پورې تړلي دي. موږ هيله لرو چې د نجونو ښوونځيو ستونزه به د راتلونکي کال د حمل په میاشت کې حل شي او زموږ ټولې خویندې به د اسلامي اصولو سره سم زده کړو ته دوام ورکړي."


دغه نجونې په داسې حال کې شکایت کوي چې د کونړ په سړو سیمو کې ښوونځي رخصت شوي او تودو سیمو کې څلور نیم میاشتنې ازموېنې واخیستل شوې، دوی وېره لري که يې ښوونځي همداسې پرمخ بند پاتې شي نو د تودو سیمو زده کوونکو پوره درسي کال به ضایع شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus