طالب مسؤلین: په کابل کې مو ۱۱ کلن ماشوم له انسان تښتوونکو وژغوره
د راپورونو له مخې انسان تښتوونکو د شعېب په نوم ماشوم د کابل له درېیمي حوزې تښتولی وو.
د درېیمې حوزې مرستیال محب الله مشفق د دوو انسان تښتوونکو د نیولو او د ماشوم د خوشې کولو په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:" څلور ورځې مخکې یو ورور مراجعه وکړه چې وراره یې لا درکه دی. بیا موږ خپل اقدامات پيل کړل او په نتیجه کې مو دا دوه تنه انسان تښتوونکي ونیول."
اخوا په دې ویډیو کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خپره کړې په خپله ژغورل شوی ماشوم شعیب هم وایي چې انسان تښتوونکو څلور ورځې ساتلی وو او کار یې هم ورباندې کاوه.