د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هالند سره دویمه پنځوس اوره مسابقه کوي.
دا لوبه چې په دوحه کې کېږي، د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.
افغان لوبډلې وړمه ورځ د دغې لوبډلې لومړنۍ لوبه د ۳۶ منډو په توپیر له هالنده وګټله.
د کرکټ په اړه بل خبر دا دی چې د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشرې لوبډلې په نړیوال جام کې تېر ماښام زیمبابوې ته په ۱۰۹ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې دې نړیوال جام کې تراوسه دوه لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
کرکټ بورډ پرون ویلي و که افغان لوبډله زیمبابوې ته ماته ورکړي، د سیالۍ نورو پړاونو ته لاره پيدا کوي.