د افغانستان کرکټ بورډ له هالنډ سره په پرونۍ سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړو ته په افغانیو جایزې ورکړې.
د کرکټ بورډ دغه ګام په ټولنیزو رسنیو کې د ورزشکارانو له خوا ستایل شوی او د ورزش نورې ادارې هم ورته ګام ته تشویق کړی.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د شنبې په ورځ(د سلواغې ۳مه) ازادي راډيو ته وویل، دا ګام د افغانیو د دودولو لپاره پورته شوی.
افغانستان د جمعې په ورځ له هالنډ سره درېیو پنځوس اووریزو نړېوالو لوبو لوبړلۍ پیل کړه.
افغانستان په خپله لوموړنۍ لوبه کې هالنډ ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی د افغان لوبډلې لوبډل مشر حشمت الله شاهدي ونومول شو چې د دې لوبړلۍ د ملاتړي 'سپانسر' له خوا ورته ۴۰ زره افغانۍ جایزه ورکړل شوه.