Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بایډن پوتین ته: د اوکراین سرحد ته د روسيې هر راز پوځي حرکت به 'یرغل' وګڼل شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ده ولسمشر ولادیمیرپوتین ته په ډاګه کړې چې د اوکراین د سرحد پر لور د روسیې هر راز پوځي خوځښت به پر دې هېواد 'یرغل' وګڼي.


ښاغلي بایډن زیاته کړه چې ولسمشر پوتین ته د ده خبرې واضحې وې: "ما له ولسمشر پوتین سره سپینې خبرې وکړې. هغه په دې پوهېږي چې که د روسیې هر ډول تجهیز شوې قطعې د اوکراین د پولې خوا ته وخوځېږي یرغل به وګڼل شي او سختو او منظمو اقتصادي اقداماتو به ځواب ورکړل شي. په دې اړه مو له خپلو متحدانو سره خبرې کړي او ولسمشر پوتین ته مو هم پوره وضاحت ورکړی دی، خو په دې کې شک نه شته چې که پوتین دا غوره وګڼي نو روسیه به ډېر سخت تاوان وګالي."


بایډن دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د امریکا له اروپايي متحدانو سره په برلین کې د اوکراین پر بحران خبرې وکړې.




انتوني بلېنکن پرون د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې مسکو له ناوړه عواقبو سره مخامخ دی او که پر اوکراین برید وکړي نو د امریکا او د امریکا د متحدانو او شریکانو له چټک او سخت غبرګون سره به مخامخ شي.


له بلېنکن سره په ګډه خبري غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک وویل، څلور واړو وزیرانو پر روسیې غږ وکړ چې د کړکېچ د اوارۍ لپاره ګامونه واخلي.


مېرمن بایربوک زیاته کړه، هر راز تاوتریخجن دریځ او نور یرغل به خورا ناوړه عواقب ولري.


ټاکل شوې چې بلېنکن به د امریکا له متحدانو سره تر خبرو وروسته جنیوا ته ولاړ شي او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به وګوري.


له بلې خوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د روسیې پر وړاندې د دې ټلوالې د غړو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی.


ښاغلي سټولټنبرګ پرون له CNN ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د ناټو ټولو غړو هېوادونو څو ځلي دا خبره په ډاګه کړې چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو ځواب به ورکړي.


په لویدیځو هېوادونو کې له څو ورځو راهیسې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه د خطر زنګونه کړنکېږي.




په دې برخه کې اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې روسیې شااوخوا ۱۲۷ زره سرتېري د اوکراین د سرحد په اوږدو کې ځای پرځای کړل او بېلاروس ته یې د پام وړ پوځي ځواک واستاوه. مسکو او مینسک وايي دا سرتېري د ګډو پوځي تطبیقاتو لپاره هلته استول شوي دي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus