Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان د جنایي جرمونو د کمېدو خبره کوي، خو په دې اړه راپورونه څه وایي؟

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راورسته د طالبانو حکومت په دې هېواد کې د جنايي جرمونو د کمېدو خبره کوي خو د ځینو راپورونو پر بنسټ اوس هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جنايي جرمونه په ځانګړي ډول د انسان تښتونې پېښې ترسره کېږي. 


په هرات کې  د یوه ۱۱ کلن ماشوم نیکه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې لمسی ښوونځي ته په لاره و چې وتښتول شو، وروسته ېې له انسان تښتونکو د ډېرو پیسو په بدل کې راخوشې کړ.


هغه د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:" اوس همدومره پوهیږم چې لمسی مې ازاد شوی او په کور کې دی، خو دا چې انسان تښتونکي نیول شوي او که نه ترې خبر نه یم، دا چې لمسی مې ازاد شوی شکر خو له دې وروسته باید ګدایی وکړو، هېڅ موږ ته نه دي پاتې او د ماشوم جرم دا و چې ښوونځي ته روان و."


په افغانستان کې د پیسو په بدل کې انسان تښتونه کومه نوې خبره نه ده، ښایي په بېلابېلو ولایتونو کې زیات شمېرو کورنیو دا سخت حالات تجربه کړی وي.


ښایي د داسې کورنیو شمېر هم کم نه وي چې د پیسو د نه درلودلو له امله یې د کورنۍ غړی د انسان تښتونکو له لوري وژل شوی وي.


که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را وروسته فکر کېده ښایي دا پدیده يای وموموي او طالبانو هم د جنایي جرمونو د ګراف د ټېټېدو خبره کړې خو ښکاري داسې چې د جرم دا کچه د ډېرېدو حال کې ده.




په تازه پېښه کې د افغان ترک ۳ زده کوونکي چې له ښوونځي کور ته په لاره و د هرات په ولایت کې له تښتونې وروسته د پېسو په بدله کې بېرته خوشې شول. 


ددې پېښې یوه ویډو هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.


موږ ددې راپور د جوړولو لپاره له څو کورنیو سره چې د اختطاف ترخې تجربې لرلې خبرې وکړی خو دوی د یادو پېښو د بیا تکرار له وېرې د مرکې لپاره حاضرې نه شوې.


د انسان تښتونې ترڅنګ ترور بل هغه جرم دی چې ښايي نه وي کم شوی، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو وخت ناوخت د هدفي وژنو راپورونه ورکول کېږي.


عبدالرحیم صدیقي د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹ مه په هرات ولایت کې هغه مهال ووژل شو چې په خپل موټر کې د کار له ځایه کور ته روان و. 


هغه چې ۴۳ کاله عمر درلود څلور اولادونه ترې پاتې شول. 


د ښاغلي صدیقي لور چې نه غواړي غږ او نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، په موټر سایکل سپاره نامعلومه وسلوالو دده پلار په ډزو وواژه. 


د عبدالرحیم صدیقي د لور د خبرو یوه برخه:" زما په پلار یې څلور مرمۍ فیر کړې، یوې یې په زړه لګیدلې وه، یوه یې په غوږ او بله یې هم په تندي، زما وړه خور چې د دې پېښې شاهده وه روحي حالت یې ډېر خراب دی."


خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د انسان تښتونکو او نورو جرمي شبکو په وړاندې یې مبارزه جدي ده.


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" هغه څوک چې په دې عمل کې لاس ولري او جرم وکړي په ډېر جدیت سره تعقیب کېږي، موږ د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې ورته قضیې درلودې او زیات شمېر کسان مو د اختطاف ګرانو له منګلو خلاص کړي او د هغوي پټنځایونه مو له منځه وړي."




طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې په هرات کې چې د انسان تښتونې ډېرې پېښې په کېږي څلور تنه چې ظاهراً د انسان تښتونې په تور نیول شوي وو اعدام او ددې ښار په څو څلورلارو کې د څو ساعتونو لپاره راوځړول شول. 


سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي وو دا کار یې نورو انسان تښتونکو پر وړاندې د عبرت لپاره وکړو خو لیدل کېږي چې د جرم دا ډول په قوت ترسره کیږي او ښايي له افغانستانه د پانګه والو د وتلو یو لوی لامل هم همدا وي.


طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې په هرات کې چې د انسان تښتونې ډېرې پېښې په کېږي څلور تنه چې ظاهراً د انسان تښتونې په تور نیول شوي وو اعدام او ددې ښار په څو څلورلارو کې د څو ساعتونو لپاره راوځړول شول. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus