Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن پوسټ: لوېدیځ ۲ کې حیرانه دی له طالبانو پرته افغانانو سره مرسته کولی شي؟

واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د بشري بحران وېره ډېره زیاته ده او لوېدیځ په دوو کې حیرانه دی، له افغانانو سره داسې مرسته کولی شي چې طالبان په کې نه وي؟


ورځپاڼه لیکي چې مرستندویه موسسې خبرداری ورکوي چې پر طالبانو د لوېدیځ بندیزونه عامو افغانانو ته زیان اړوي.


ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان تر نیمایي ډېرو استوګنو ته سږکال په دې ژمي کې سم خواړه نه رسېږي.


وروسته تر دې چې طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي تولنې د نږدې ۱۰ میلیارډه ډالرو مخه نیولې ده چې د افغانستان حکومت یې ترلاسه کړي.


پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت، د ملګرو ملتونو، یو شمېر مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکتور اقتصادي غونډه وه.


دې غونډې ته د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا محمد حسن اخُند وویل چې افغانستان له بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی خو دی یې علت پر دوی د نړیوالو بندیزونه ګڼي.



هېل


د هېل ورځپاڼې د مولوي حسن اخند خبرې را اخیستي دي چې دا یې هم ویلي دي چې د دوی د حکومت د نه پېژندو له امله د بهرنۍ پانګونې مخه نیول شوې چې افغانان یې لا ډېر بې وزله کړي دي.


د طالبانو د رئیس الوزرا په وینا لنډ مهاله نړیوالې مرستې حل لاره نه ده، باید د ستونزو بنیادي حل پیدا شي.



یورواېشیا ریفو


یورواېشیا ریفو خپرونې بیا د ښځو د حقونو مسئله را اخیستې ده او د بشري حقونو د څار ډلې او په لوېدیځ کې د بشري حقونو د یوه څېړنیز مرکز په وینا لیکي چې د طالبانو واکمنۍ د افغان نجونو او ښځو پر ژوند خورا منفي اغیز کړی دی.


د بشري حقونو دغو مرکزونو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په غزني ولایت کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې ده.


طالبانو تېر کال د اګست په ۱۲ د غزني ښار ونیو خو د طالبانو بندیزونه د دې باعث شول چې ښځې او نجونې ازادانه حرکت ونه کړي چې په دې ډول دوی نه دې توانیدلي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته پیسې راوړي.


په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ځینو کتونکو په باور د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او هغه کسان چې د طالبانو له لوري فشارونه پرې زیات شوي دي له افغانستانه د وتلو په لټه کې دي او په لسګونو زره کسان توانیدلي دي چې د امریکا متحد ایالاتونو ته ورسېږي.



سټارز اېنډ سټرایپس


د متحد ایالاتونو سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي چې لږ تر لږه پنځه پنځوس زره افغانان چې د امریکا په پوځي مرکزونو کې ځای پرځای شوي دي تراوسه لا له کورونو بې برخې دي او کورونه نه دې ورکړل شوي.


ورځپاڼه یې علت د کورونو کموالی او په ورته وخت کې کرونا وبا یادوي چې په دې برخه کې یې خنډ پیدا کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus