کابل کې د ایران سفیر له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ولیدل
ښاغلي عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي چې د ایران له سفیر سره یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ایراني چارواکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د کتنې په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ماښام له یوه پلاوي سره تهران ته لاړ او د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره سره وکتل.
طالب پلاوي د ایران په منځګړیتوب د هرات له پخواني والي اسماعیل خان او د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره هم خبرې وکړې، خو راپورونه وايي چې کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل.