Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ميشل بشلې: امنیت شورا دې د افغان مېرمنو او بشري حقونو ناقضین وپوښتي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د دې سازمان له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو  په شمول د بشري حقونو ناقضین وپوښتي. 


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشره مېشل بشلي، د افغانستان د حکومت له ټولو برخو د ښځو او نجونو له حذف کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې دا موضوع د یوې پایښتي سولې د تضمین لپاره چې ټول په کې برابره ونډه ولري، د مېرمنو ظرفیتونه په شدت سره کمزوري کوي. 


مېرمنې بشلي دغه خبرې پرون سه شنبې په ورځ د ښځې، سولې او امنیت په تړاو جوړ شوي ازاد بحث ته وکړي. 


د نوموړې په خبره، په تېرو وروستیو میاشتو کې د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې، مدافع وکیلانې او قاضیانې د پرله پسې ګواښونو له امله یا هم پټې شوې دي او یا يې هم هېواد پريښی دی. 


د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې دغه شان زیاته کړې :"ډېری مېرمنو د خپل عاید سرچینې له لاسه ورکړي دي. افغان مېرمنو له هغو پرېکړو څنډو ته کړل شوي چې د دوی او کورنیو په ژوند او وضعیت اغیز لري. دغه شان هغوی له ټولو برخو چې د مشارکت په تړاو دي هم، څنډې ته کړل شوي دي."




مېرمن بشلي دغه شان له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړو ښځو د امن، خوندیتوب لپاره مناسبې لارې چارې او په نورو هېوادونو کې یې د بیا میشت کېدو لپاره پروګرامونه جوړ کړي او هغوی چې د وتلو په هڅه کې دي، خپل ملاتړ ورنه ونه سمپوي.  


نرګس احمدزۍ چې د ښځو د حقونو په تړاو يې څوو لاریونونو او اعتراضیه غونډو کې برخه اخیستې هم له ملګرو ملتونو غواړي چې افغان ښځې یوازې نه پرېږدي. 


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو په راتګ سره د افغان ښځو ټولې لاسته راوړنې له منځه تللي او دوی د خپلو حقونو لپاره له شلو کلونو هڅو وروسته یو ځل بیا په کور کېنول شوي دي. 


اغلې احمدزۍ وایي:" له ښځو او نجونو څخه د زده کړو او کار حقونه واخیستل شول چې اوس له بده مرغه ښځې په بد وضعیت کې دي. له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې دوی باید پر طالبانو فشار راوړي او اسلامي امارت وهڅوي، چې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو حق او اجازه ورکړي." 




طالبانو تازه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وروستیو څرګندونو په تړاو څه نه دې ویلي، خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي تېره ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ښځو د حقونو په شمول د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دي. 


کریمي وایي:" اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو حقونو او حقوقو ته ژمن دی او دا خپل مسؤلیت ګڼي چې ټول حقوق باید خوندي او پر ځای پاتې شي او د اسلامي امارت په راتګ سره د ماشومانو په شمول د ټولو حقونه خوندي شوي دي."




په تېرو ۵ میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو یې یو لړ بندیزونه لګولي دي. 


دغو بندیزونو په افغانستان کې دننه د ښځو او دغه شان د نړیوالو سازمانونو سخت غبرګونونه او اندېښنې له ځانه سره لرلې دي. 


تېره ورځ هم د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د وضعیت په اړه د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د طالبانو حکومت په افغان نجونو او ښځو ښه اغیز نه دی کړی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus