Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته تللی

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر نن کیف ته ورسېد.


انتوني بلېنکن په داسې وخت کې اوکراین ته تللی دی چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي. 


روسیې مخکې د  اوکراین له پولي سره پوځیان ځای پر ځای کړي وو او اوس یې د اوکراین یوه ګاونډي بلاروس ته هم ځواکونه استولي دي. 


د اوکراین په پلازمېنه کیف کې به له ټاکلي مهالوېش سره سم انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او یو شمېر نورو اوکرایني چارواکو سره خبرې وکړي بیا سبا برلین ته ولاړ شي او هلته د جرمني سربېره د فرانسې او بریتانیا له استازیو سره خبرې وکړي. 




تر دې څلور اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته به ښاغلی بلېنکن په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري، دغو دوو جګپوړیو دیپلوماټانو پرون په ټیلفون هم خبرې کړې وې. 


وروسته تر دې چې روسیې شااوخوا یولک سرتیري د اوکراین له پولو سره ځای پرځای کړل او په وروستیو ورځو کې یې بلاروس ته ځواکونه واستول چې هلته بیړني تمرینات ترسره کړي، په لوېدیځ کې د سخت کړکیچ په اړه اندیښنې زیاتې شوې . 


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل چې وضعیت خورا کړکیچن دی او اوس په داسې یوه حالت کې یو چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي. 


وروسته تر دې چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یو ځای کړه دا تر بل هر وخت له وار له مخه مهالوېش پرته د اوکراین له پولو سره د روسیې د ډیرو ځواکونو ځای پرځای کیدل دي.




په ورته وخت کې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ کال له اپریل راپه دې خوا د بیلتون غوښتونکو وسله والو ملاتړ کوي، د دې وسله والو د جګړو په ترڅ کې تراوسه تر دیارلس زره دوه سوه ډېر کسان وژل شوې دي. 


ماسکو دا خبره رد کړې ده چې پر اوکراین حمله کوي او ناتو یې تورنه کړې ده چې دا پلان لرې چې اوکراین ته غړیتوب ورکړي او بیا هلته تهاجمي وسلې ځای پرځای کړي. 


په واشنګتن کې اوس دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې پر اوکراین ښایي روسیه د بلاروس له لارې حمله وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي دیپلومات خبر ورکړ چې په بلاروس ته روسیي ځواکونه په غیر عادي ډول تللي دي او د پوځي تمریناتو خبره نه ده. 


دې دیپلومات چې د نوم د نه اخیستو په شرط خبرې کولې دا خبره هم وکړه چې د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لا هم په دې باور دی چې دیپلوماسي نه ده مړه. 


تر دې څلور اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته به ښاغلی بلېنکن په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري، دغو دوو جګپوړیو دیپلوماټانو پرون په ټیلفون هم خبرې کړې وې. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus