د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف دا رد کړه چې ګنې دی له اوسني ولسمشر قاسم جومارټ توقایف سره کومه لانجه لري.
۸۱ کلن نظرباییف په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن خپور شوی ویلي چې ده په ۲۰۱۹کال قدرت ښاغلي توقاییف ته سپارلی او له هغې را وروسته دی متقاعد شوی دی.
نوموړي ویلي چې په پلازمېنه نورسلطان کې اوسي او هېڅ کله له هېواده وتلی نه دی.
دا د جنوري د میاشتې له لومړیو راهیسې چې په دې هېواد کې تاوتریخجنې مظاهرې پیل شوي، په عام محضر کې د هغه لومړنۍ څرګندونې دي.
تراوسه نه ده څرګنده چې نورسلطان دغه ویډیو چېرې او کله ثبت کړې ده.
په هغو اعتراضونو کې په ژانوزین ښارکې په ناڅاپې توګه د تېلو د بیو د ډېرو لوړېدو پر وړاندې پیل شوې په چټکۍ د هېواد نورو برخو ته خپاره شول.
الماتي او یو شمېر نور ښارونو تر ډېره د تاوتریخجنو مظاهرو شاهد وو.
قزاقي چارواکو په دغو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو د نولسو غړیو په ګډون د ۲۲۵ کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.