په افغانستان کې پرون دوشنبه(د مرغومي ۲۷مه) د دوو زلزلو له امله د لږ تر لږه ۲۶ کسانو د مړه کېدو او په سلګونو کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکول شوي.
دغه زلزلې ترکمنستان پولې ته نژدې په بادغیس ولایت کې شوي دي.
د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.
یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختیځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.
د طالبانو د حکومت د بیړنیو چارو د وزارت د اضطراري عملیاتو د مرکز رییس ملا جانان صاعق د ۲۶ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې څه باندې ۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
په بادغیس کې چې د افغانستان له بې وزلو او وروسته پاتې ولایتونو ګڼل کېږي، له دې مخکې هم څو زلزلې شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.