Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو واکمني؛ نظرپوښتنه: ۹۵سلنه خبریالان معلومات نه‌شي خپرولی

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) د خپلې هغې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې چې په کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ خبریالانو سره خبرې شوې وې. 


د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ چې انلاین ډول ترسره شوې، څه باندې ۹۵ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول معلومات نه شي خپرولی.


دغه نظر پوښتنه کې نېږدې ۹۰ سلنه پوښتلو شوېو خبریالانو ویلي چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د مشخص قانون د نشتوالي له امله د معلوماتو د راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي د دغې نظر پوښتنې د پایلو د اعلان پر مهال خبریالانو ته وویل: "په دغه نظر پوښتنه کې له ۵۰۰ ډېر خبریالان پوښتل شوي چې ایا د رسنیو پر فعالیت سانسور شته؟ نژدې ۹۰ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي، هو او څه باندې ۱۰ سلنه نورو ویلي چې نه. بله پوښتنه دا وه چې ایا کورني او بهرني خبریالان کولی شي په ازاده توګه معلومات ترلاسه او خپاره یې کړي، څه باندې ۹۰ سلنه هغو ویلي چې دې برخه کې جدي ستونزي شته او دې پوښتنې ته بیا ۹۰ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو د هو ځواب ویلی، چې ایا حاکمې فضا ستاسو د خپرونو پر تولید سانسور وضع کړی؟."


د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه د خبریالانو او رسنیو د فعالیت لپاره د یوه حقوقي چوکاټ نشتوالی معلوماتو ته د نه لاسرسي او د معلوماتو د سانسور لامل بولي.


دغه نظر پوښتنه کې ۳۰ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي، د مرکو پرمهال د طالبانو حکومت له خوا له خنډ سره مخ شوي او څه باندې ۵۰ سلنه هغو ویلي، خلک له وېرې له دوی سره مرکه نه کوي، خو یوازې ۲ سلنه خبریالانو ورته ویلي چې د دوی د کار پر وړاندې کوم ممانعت نشته.


په ورته وخت کې ځینې خبریالان وایي چې د هرې ورځې په تیرېدو سره د دوی پر وړاندې ستونزې ډیریږي.


دوو خبریالانو سمیع او سهیلا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پر خبریالانو د کار فضا را تنګه شوې، رسنۍ او خبریالان سانسورېږي، وهل ډبول کېږي، نیول کېږي او د ځینو پروګرامونو د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي.


-په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت او د خبریالانو فعالیت له جدي محدودیتونو سره مخ دی چې دې محدودیتونو په خپله د خبریالانو پر وړاندې لویې ستونزې رامنځته کړي او د دقیقې او پر وخت اطلاع رسونې مخه یې نیولې. دلته خبریالان وهل ډبول کېږي، نیول کېږي او ورته د پروګرامونو د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي." 


خو د طالبانو حکومت وایي، پر خبریالانو او رسنیو هېڅ ډول محدودیت نشته او معلوماتو ته د دوی د لاس رسي لپاره اړینې لارې چارې برابرې شوي.




د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت له لوري پر خبریالانو او رسنیو کوم محدودیت نشته، ټول اطلاعاتو ته لاس رسی لري، د دی لپاره چې رسنۍ پر وخت اطلاعاتو ته لاس رسی ومومي، د مجاهد صاحب ترڅنګ درې د مرستیال ویاندویان ټاکل شوي او همدا ډول هر وزارت ځان ته ویاند لري."


ښاغلي کریمي وویل چې د رسنیو پخوانی قانون تر ارزونې لاندې دی او ډېر ژر به وروستی شي او په یو څو برخو کې به یې تعدیلات راوستل شي.


د ژورنالېستانو د ملي ټولنې په خبره، په پخواني حکومت کې هم خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ وو.


د دغې ټولنې مسوولین وایي، اوس مهال معلوماتو ته د لاس رسي او دغه شان د ټولیزو رسنیو قانون د تعلیق په حال کې دي. 


د یادونې وړ ده، تېر جمهوري نظام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په خاطر یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ شوی و، څو دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي چې یاد کمېسیون اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق باله. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus