Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوست خلک: پاسپورټ ته په میاشتو انتظار یو؛ طالبان: ورځ کې د ۸۰ تنو اسناد اخلو

د خوست اوسیدونکي شکایت کوي چې دوی د پاسپورټ اخیستلو  په خاطر په میاشتو-میاشتو انتظار باسي او غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د بایومیټریک کولو او پاسپورټ ورکولو  بهیر چټک شي.


په افغانستان کې تر هغه وروسته د خلکو له خوا د پاسپورټ اخیستلو بهیر ډېر شو چې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د اګسټ په نیمايي کې طالبانو حکومت ونیو او ډېری خلک بې کاره شول.


په خوست کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره د یادې ادارې مخې ته هره ورځ سلګونه کسان راټولیږي، خو د یادو کسانو ډېره لږه برخه د ورځې په جریان کې بایومیټریک کېږي او پاتې خلک پاسپورټ اخیستلو ته  په میاشتو -میاشتو میاشتو انتظار باسي.


د خوست یو تن اوسیدونکي عبدالصمد ازادي راډیو ته وویل، هره ورځ د مراجعینو شمېر تر زرو تنو زیات وي، خو بايومیټریک یوازې د اتیاوو کسانو کېږي چې له دې کبله دوی د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.




دی وايي: "موږ خو یو څه نږدې یو، دا د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي دلته راشي، ځانته په ښار کې یوه کوټه په زر افغانۍ ونیسي، درې سوه د موټر کرایه ورکړي او بیا هېڅوک نه ورته وايي چې کار مو کېږي او که نه؟ دلته هره ورځ تر زرو پورې کسان راغونډیږي، خو یوازې د اتیاوو کسان بایومیټریک کېږي."


پاسپورټ اخیستونکي وايي، بې کاره دي او غواړي په بهر کې ځانونو ته کاروبار پیدا کړي.


د خوست یو بل اوسیدونکی شاکرالله وايي، دلته کاروبار نشته، نوی دوی مجبور دي، چې بهر ته ولاړ شي او هلته کار او مزدورۍ وکړي.


پاسپورټ اخیستونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره دې د ښځو د پاسپورټ اخیستلو لپاره جلا ځای وټاکل شي او نور اړین وسایل دې هم په کې ډېر شي.


د خوست اوسیدونکی ظریف زیارمل وايي، له هغه وخته چې پاسپورټ اداره دې نوي ځای ته لېږدول شوې، ورته هره ورځ راځي، خو د پاسپورټ اخیستلو موقع په لاس نه ده ورغلې.


بل لوري ته په خوست کې طالب چاوراکي وايي، له دوی څخه مرکزي اداره یوازې د اتیاوو کسانو اسناد غواړي او که دوی زیات کسان هم بایومیټریک کړي، اسناد يې کابل ته نه شي لیږلی.




د خوست د پاسپورټ امر مولوي محمد نوروز زاهد وايي، دوی اړ دي چې د مرکزي ادارې د لارښوونې سره سم عمل وکړي: "مرکزي ادارې موږ ته وویل چې دوی په خپل جدول کې دوهم ځل لپاره بدلون نه شي راوستلی، نو اسناد زیات مه رالېږئ، موږ خو مامورین یو، پاس اداره زموږ امره ده چې څه ډول خبره موږ ته وکړي، موږ مجبور یو چې عمل ورباندې وکړو."


په خوست کې که له یوې خوا اوس مهال د پاسپورټ اخیستونکو شمېر ډېر شوی، بل لوري ته له مخکې د دې ولایت زرګونه خلک په عربي هېوادونو او نورې نړۍ کې په کار او مزدورۍ بوخت دي او په هغو ځایونو کې خپلو کورنیو لپاره نفقه پیدا کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus