بلېنکن قزاقستانه ته: وضاحت راکړئ چې ولې مو د امنیتي تړون ځواکونه درغوښتي؟
بلېنکن پرون یکشنبې له اې بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د وژلو لپاره امر چې په دغه پیمانه ورکړل شوی، غلط دی او باید لغوه شي.
د قزاقستان په ښارونو کې روانې مظاهرې چې په لومړي سر کې د جنوري په ۲مه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې په لویدیځه سیمه منګېسټاو کې پیل شوې وې، وروسته سیاسي بڼه خپله کړه.
معترضان په دې هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوي او چارواکي یې په عملي کېدو کې په پاتې راتلو تورنوي.
د قزاقستان ولسمشر توقایف د دغو تاوتریخجنو مظاهرو پر وړاندې د جنوري تر۱۹مې په ټول هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او پرګرځېدو راګرځېدو او لویو غونډو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.
توقایف امنیتي ځواکونو ته د معترضانو د وژلو لپاره د ډزو امر ورکړی او هغوی یې داړه ماران او تروریستان بللي دي.