Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا له روسیې سره د خپلو او ناټو د نظامي تمرینونو د محدودیت په اړه خبرې کوي

امریکا چمتو ده چې په اوکراین کې د احتمالي حمله کوونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو او په ختيځه اروپا کې د خپلو او ناټو د تمرینونو د محدودیت په اړه له روسیې سره خبرې وکړي.


دا خبره د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي د جنورۍ په اتمه وکړه.


د امریکا او روسیې د مذاکره کوونکو راتلونکې غونډه به د جنورۍ په ۱۰مه اوکراین ته نږدې د روسیې د نظامي تاًسیساتو په اړه د کړکیچ کمولو پر موضوع وي.


خو د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي چې د دې موضوع په اړه يې خبریالانو ته معلومات ورکول، ټینګار وکړ چې هر ډول تړون باید متقابل وي او روسیه باید په ورته اقدام سره له اوکراینه تهدیدونه لیرې کړي.


دې چارواکي یو ځل بیا وویل چې د اوکراين او ناټو له خوښې پرته به د روسیې او امریکا تر منځ هېڅ پرېکړه ونه شي.


دغه چارواکي د سویس په جینوا کې ستراتیژیکو او امنیتي خبرو اترو ته په اشاره وویل: "موږ فکر کوو چې لږ تر لږه له روسیې سره د پرمختګ امکانات لټولای شو."


دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، زیاته کړې چې په دې خبرو کې به هېڅ ډول ژمنې نه کیږي.


د امریکا او روسیې ډیپلوماټان به د جنوري په ۱۰مه غونډه وکړي.


څېړونکي وايي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې نظامي تاًسیسات جوړول په دې معنی کېدای شي چې مسکو د اوکراین پر خاوره د حملې لپاره چمتووالی نیسي.


روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او همداراز یې د اوکراین په ختیځ کې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی.


د سپينې ماڼۍ چارواکي وویل یوه برخه چې په کې پرمختګ ممکن دی د روسیې هغه اندېښنې دي چې په اوکراین کې د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبېدو په اړه یې لري.


د امریکا ولسمشر جوبایډن له مخکې لا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډاډ ورکړی چې امریکا د دې اقدام اراده نه لري.


د چارواکي په وینا واشنګټن همداراز چمتو دی چې د پوځي تمرینونو د اندازې او شمېر په اړه د دواړو خواو د متقابلو محدودیتونو د احتمال په اړه بحث وکړي چې په کې د یو بل خاورې ته د ستراتیژیک بمبار کوونکو تجهیزاتو نېږدېوالی او ځمکنې تمرینونه شامل دي.


د سپینې ماڼۍ یوه بل چارواکي بیا ویلي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، امریکا او اروپايي ملګري به یې پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګوي.


روسیې بیا له امریکا د تضمین غوښتی چې ناټو به نور د اروپا ختیځ ته نه پراخیږي او له اروپايي ټولنې غواړي چې په ختیځه اروپا کې د سرتیرو او وسلو ځای پرځای کولو مخه ونیسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus