Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ناورین سره مخ ماشومان؛مېرمن: د خوار ځواکي ماشوم د شېدو لپاره مې جامې پلورلي

د کندهار په میرویس روغتون مېرمن پلوشه وايي، زوی یې د خوارځواکۍ له امله په بستر پروت دی. دوه میاشتې وړاندې یې بل زوی چې په خوارځواکۍ اخته و، ومړ.   


پلوشه وايي، په روغتون کې یې د زوی درملنه له امکان لېرې ده او ډاکټرانو ترې غوښتي چې په خپلو شخصي امکاناتو یې غم وخوري.


د دې په خبره، کوم درمل او خوراک چې ډاکټرانو یې زوی ته د ورکولو توصیه ورکړې، د پیرلو توان یې نه لري: "دا کوچنی چې پیدا شو، تر درې شپو یې د مور شېدې خوړې، وروسته شېدې وچې شوې. نور یې بیا ورته له بازار شېدې راوړې، وس مو نه درلود. کوچنی مې وپړسېد، دلته مې بستر کړ. ډاکټرانو راته ولیکل چې دا شیان ورته واخلئ او خوراک ورکوئ. موږ یې وس نه درلود، یوازې اوبه مو ورکولې. د ځان جامې مو ورته څرخې کړې، شېدې مې ورته واخیستې، یو څه ښه شو، اوس چې شېدې خلاصې دي، بیا داسې پړسېدلی دی." 


د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره یا 'Save the children' هم وايي، افغانستان کې ماشومان له ناورین سره مخ دي. 


دا اداره  خبرداری ورکوي چې د جګړې، اقلیمي بدلون او کرونا وبا له امله افغان ماشومان له درې اړخیزه ګواښ سره مخ شوي چې له امله یې همدا اوس میلیونونه افغان ماشومان وږي دي، بې‌ځایه شوي، ښوونځیو ته نه ځي او ژمي یې ژوند لا ستونزمن کړی دی. 




د دې ادارې د بشري چارو مدیره کریسټیانا مارټن وايي، افغانستان کې خوراکي توکي تر ټولو لوړې بیې ته رسېدلي او ډېرې کورنۍ یې د پیرلو توان نه لري.


اغلې مارټن زیاتوي: "کورنۍ اوس‌مهال د خوړو پیدا کولو په هڅه کې دي. نږدې ۵ میلیونه ماشومان له قحطۍ یو ګام وړاندې دي. دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي." 


د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو تېره اوونۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر رسنیو ته ومنله چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان او میندې یې له خوارځواکۍ سره مخ دي. 




خو د ملګرو ملتونو ویاند بیا د چهارشنبې په ورځ دا شمېر ۴ میلیونه وښود. 


د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د دې مرستو د چمتو کولو لپاره روان میلادي کال کې ۴،۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus