Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: کابل کې ۳روغتونونه،۹۶درملتونونه او ۵۷ لابراتوارونه جوازونه نه‌لري

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دې وزارت د ارزونې ملي کمېټې ۱۲ ټیمونو د کابل په ۱۸ ناحیو کې ۱۶۰۷ روغتیايي مرکزونه ارزولي دي. 


د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې ۱۱۶ کتن ځایونه له جواز او له کوم معیار پرته فعالیت کوي. 


دغه شان ۱۱۰ خصوصي درملتونونه او ۳ روغتونونه د فعالیت جواز نه لري. له ۵۷۶  درملتونونو څخه د دغه وزارت له خوا ارزول شوي ۹۶ درملتونونه جواز نه لري.


په همدې ډول ۶ تشخصیه لابراتوارونه هم له کوم معیار پرته فعالیت کوي. 


د مسوولینو په خبره د ۱۳۹ ارزول شوېو لابراتوارونو له ډلې، ۵۷ هغه یې د فعالیت جواز نه لري او د ۶۸ سراپا کلینیکونو له ډلې هم ۳۴ بې جوازه دي. 


د دې کمېټې د موندنو پر بنسټ، دغه شان د درملو ۳ عمده پلورنځي، ۳ د ایکسرې مرکزونه او د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۳ مراکز هم جواز نه لري. 


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباري عمر په دې اړه خبري ناستې ته وویل: "دغه کمېټه درې برخې لري، یوه عملیاتي برخه، یوه تخنیکي او بله هم د رهبرۍ برخه. دغه بررسي عملیاتي او تخنیکي برخو کړې. نو رهبري برخه بیا بله ارزونه هم کوي چې پُسټ مانیټورینګ یعنې له څارنې څخه بله څارنه ده، یعنې دا چې ارزونه تر کومه بریده کره وه؟ دا موږ په خپله کوو او هغه ارقام به بیا وروسته له تاسو سره شریک شي او تاسو ته به موږ په دوهم پړاو کې دا وښیو چې موږ څومره درملتونونه وتړل؟ څومره روغتونونه مو وتړل؟ څومره مو تشخیصه مرکزونه او لابراتوارونه بند کړل؟ څومره ته مو سپارښتنې کړي؟ څومره ته مو اخطارنامې ورکړي او څومره مو تقدیر کړي؟"




ښاغلي عمر وویل، دغه کمېټه خلکو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې ده. 


عبدالباري عمر له هغو نړیوالو روغتیايي بنسټونو چې لاهم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، د مننې ترڅنګ له نورو نړیوالو روغتیايي بنسټونو هم غوښتنه وکړه چې روغتیايي برخه دې نه سیاسي کوي او له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. 


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ټولو هغو مرکزونو ته چې د فعالیت جواز نه لري او فعالیتونه یې غیرمعیاري دي خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دې خپل جوازونه واخلي او فعالیتونه دې هم معیاري کړي. 


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د شنبې ورځې د خبري ناستې پر مهال همداراز وویل، تراوسه افغانستان کې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې هېڅ یوه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. 


که څه هم څه موده مخکې د افغان جاپان روغتون چارواکو ویلي و چې دغه روغتون کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص کیټونه په ختمېدو دي، خو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت مسوولین یې د شتون ډاډ ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus