Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

برېښنا شرکت: وروستیو واورو د کابل د برېښنا بهیر ستونزو سره مخ کړی

د کابل یو شمېر ښاریان وایي، په دې سوړ ژمي او واورې کې هم له تېرې ورځې راهیسي برېښنا نه لري.


دوی وايي، په ژمي کې د برېښنا اړتیاوې زیاتېږي، خو اوس مهال په دې ښار کې په منځنۍ کچه په هرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه یا شپږ ساعته برېښنا لري.


دوی دغه شان ادعا کوي چې دې ښار کې د برېښنا وېش هم عادلانه نه دی ځکه د دوی په وینا  یو شمېر سیمې زیاته برېښنا خو ځینې سیمې  بیاکمه برېښنا لري.


د کابل ښار اوسېدونکی احمد فرید فروتن وايي: "تېره شپه موږ یو ساعت برېښنا درلوده، په داسې حال کې چې په ژمي کې برېښنا ته اړتیا ډېره وي، زه فکر کوم د برېښنا وېش هم عادلانه نه دی، ځکه د ښار ځینو سیمو کې برېښنا وي او په ځینو سیمو کې نه وې."


د دې ښار یوه بله اوسېدونکي مرضیه ستانکزي هم ورته غوښتنه لري او وايي، چارواکي باید ژر تر ژره د برېښنا ستونزه حل کړي: "له پرون راهیسې برقونه نشته، هوا هم سړه ده واوره وریږي، نو په دې وخت کې د برېښنا اړتیا بیخې زیاته وي، نو موږ غوښتنه کوو چې باید ستونزه هر ځای چې وي ژر تر ژره حل شي."


خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، وروستۍ واورې ورېدنې د برېښنا د یو شمېر سب سټیشنونو نږدې ۴۵ مزي زیانمن کړي چې له امله یې له پرون راهیسې د برېښنا پارچاوي زیاته شوې ده.




د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ د دغه ستونزې له امله له ۳۰ تر ۳۵ سلنه برېښنا کمه شوې ده.


د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ازادي راډیو تت وویل، د کابل برېښنا د رهبرۍ د لارښوونې له مخې، تخنیکي ټيمونه د شته امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې سره هڅه کوي چې زیانمن شوي مزي بېرته جوړ او د کابل برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.


میوندي زیاته کړه: "په کابل ښار کې د سختې واورې ورېدنې له امله د برېښنا یو شمېر مزو کې ستونزې پیدا شوي، خو تخنیکي او فني کار کوونکو د ستونزو سیمو ته ځانونه رسولي دي، ځینې مزي بېرته ترمیم شوي او د ځینو نورو د ترمیم چارې روانې دي، انشاء الله ستونزه به ژر حل شي."


د برېښنا شرکت مسولین وایي، په ژمي کې د برېښنا تقاضا زیاتېږي نو ځکه خو دوی اړ دي چې د کابل بېلابېلو سیمو ته په نوبتي شکل برېښنا ورسوي.


دوی له خلکو غوښتنه کوي چې د برېښنا د سمې کارونې په برخه کې پام وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د برېښنا شرکت په وروستیو میاشتو کې د وارداتي برېښنا ۴ تړونونه له ازبیکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان سره تمدید کړي.


د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي، د دې تړونونو مجموعي لګښت ۲۶۰ میلیونه ډالره دی چې ۲۶ ولایتونو ته برېښنا ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus