Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوسېدونکي: د دایکنډي مالستان ولسوالۍ دې بېرته د غزني مربوط شي

د دایکنډي ولایت مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو د غزني ولایت د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې دوی دې له ځانه نه بېلوي. 


دوی وايي، د طالبانو د حکومت له راتګ سره د غزني مالستان ولسوالۍ د څنګ لوري دایکنډي ولایت مربوط ګرځول شوې چې اوس یې اوسېدونکي بېرته د غزني اړوند غوښتنه کوي. 


د مالستان ولسوالۍ یو قومي مشر محمد علي افضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دوشنبې په ورځ یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د سیمې د خلکو په استازولۍ د غزني له والي سره وکتل او غوښتنه مو وکړه چې موږ په غزني کې پاتې کېږي.موږ له یوې پيړۍ څخه د غزني اوسېدونکي یو، موجوده نظام مو دې په نورو ولایتونو پورې نه تړلي." 


افضلي زیاته کړه، په تاریخي لحاظ لږ تر لږه سل کاله کېږي چې د غزني مربوط کېږي، خو په وینا یې د طالبانو له راتلو سره د غزني مالستان ولسوالۍ د دایکنډي ولایت مربوط شوه.


قومي مشر سید رضا هم وايي، له کومې ورځې یې چې ولایت بدل شوی دی، له زیاتو ستونزو سره مخ دي، دایکنډي ولایت او مالستان ولسوالۍ په خپلو کې زیات واټن لري. 


نوموړی وايي، له والي سره په لیدنه کې ډاډ راکړل شو چې مالستان به بېرته د غزني اړوند کېږي: "د مالستان اوسېدونکي پخوا هم د غزني اوسېدونکي وو، اوس هم باید په غزني کې پاتې شي، ځکه چې د دوی تذکره، پاسپورټ او نور اړین اسناد د غزني دي، والي صاحب موږ ته په ښکاره ټکو وویل چې زه ستاسو کاغذ امضا کوم، وزارت ته یې لېږم چې پروسه یې پر مخ لاړه شي." 


د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي هم وايي، غزني ولایت چارواکو د مالستان د خلکو دغه غوښتنه منلې ده. 


د مالستان ولسوالي لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي عبدالله متقیم ازادي راډیو ته وویل: "​د مالستان ټول سپین ږیري، مخور او مسلکي کسان موږ سره ملګري وو، ورغلو والي صاحب ته، مالستان ولسوالۍ په بیړنیو حالاتو کې د دایکنډي مربوط وه او په راتلونکي کې باید غزني مربوط شي، والي صاحب دا درخواست ورسره قبول کړو او منظوري یې واخیسته." 


مالستان ولسوالۍ شااوخوا (٩٢٬٧٣۶) تنه نفوس لري او ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي او په هزاره ګي ژبه خبرې کوي.  


دا یوه سړه او غرنۍ ولسوالۍ ده چې پخوا کلونو کې به زیاتې واورې په کې ورېدې، خو اوسنۍ وچکالي دا ولسوالۍ هم ځپلې ده. 


مالستان د غزني مرکز لوېدیځ لور ته له مرکزه په ۱۲۰ کیلومتره واټن پرته ولسوالۍ ده. 


د دغه ولسوالۍ شمال لور ته یې د اجرستان ولسوالۍ دایه او ناور ولسوالۍ، ختیځ لور ته یې جاغوري ولسوالۍ او لوېدیځ لور ته یې ارزګان ولایت موقعیت لري. 


دا ولسوالۍ ۱،۷۵۰ کیلومتره مربع مساحت لري، ۲۹۹۴ متره له سمندره له لوړوالی، ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ کیلومتره سور لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus