Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د پاسپورټ ریاست ۷ ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش پیلوي

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ په ریاست کې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله، دې ریاست په اووه نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش درېدلی بهیر پیل کړ. 


د پاسپورټ ریاست رییس علم ګل حقاني د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دا بهیر به سر له سبا په بلخ، هرات، کندهار، کندز، ننګرهار، خوست او پکتیا کې پیل شي. 


حقاني زیاتوي:  "نن د کورنیو چارو وزیر یوه مهمه پرېکړه وکړه، څو د هغو کسانو لپاره چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره به پلازمېنې ته راتلل، په ولایتونو کې پاسپورټونه ورکړل شي. موږ په ۷ ولایتونو کې دا بهیر پیلوو، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي." 




ښاغلی حقاني زیاتوي، لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې وړاندې یې په انلاین ډول د پاسپورټ اخیستو فورم ډک کړی وي او یا هم قانوني اسناد ولري. 


د پاسپورټ رییس په نږدې راتلونکې کې په نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش د پیل په اړه د خپلو هڅو خبر ورکړ. 


د پاسپورټ ریاست چارواکي له خلکو غواړي چې د خپلو قانوني اسنادو پر بنسټ، د پاسپورټ ریاست او ادارو ته ولاړ شي.


د دوی په خبره، پاسپورټ د برېښنايي او د احصایې ملې ادارې له‌خوا د تایید شوېو کاغذي تذکرو له مخې ورکول کېږي. 


د پاسپورټ رییس علم ګل حقاني هغه اوازې هم رد کړې چې ګنې په نږدې لنډ راتلونکې به د پاسپورټ چاپ شوې کتابچې پای ته ورسېږي. 


هغه زیاته کړه، اوس‌مهال ۹۰۰ زره پاسپورټونه د پاسپورټ ریاست او ۶۰۰ زره چاپ شوي نور له هغې کمپنۍ سره دي چې دا کتابچې یې چاپ کړي دي.


ښاغلی حقاني زیاتوي، څلور نیم میلیونه د پاسپورټ نورې کتابچې هم د چاپ په حال کې دي او ژر به څلور نیم میلیونه نورې هم چاپ شي. 


د پاسپورټ رییس د ۴۵ هغو کمېشن‌کارانو له نیولو هم خبر ورکړ چې خلکو ته یې د پیسو په بدل کې د پاسپورټ جوړولو ژمنه ورکړې وه او دا خبرداری یې هم ورکړ، هغه کسان چې د غیرقانوني او یا هم په جعلي توګه د پاسپورټ جوړولو هڅه وکړي، نه یوازې پاسپورټ به ور نه کړل شي، بلکې له سخت چلند سره به مخ شي. 


هغه دا هم وویل چې په ولایتونو کې به هم بېړنیو او سختو ناروغانو او ترڅنګ یې دولتي کارکوونکو ته چې د خپلو ادارو له‌خوا معرفي کېږي، پاسپورټونه د اسانتیاوو په برابرولو سره ورکړل شي. 


هاخوا په دې اووه ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش د بهیر پیل خلک هم خوښ کړي دي. 


د ننګرهار اوسېدونکی جان اغا او د پکتیا اوسېدونکی داوود یې په اړه وايي: 


"دا یو ډېر ښه کار وشو، ما پتیلې وه چې د پاسپورټ اخیستو لپاره کابل ته ولاړ شم، کرایې مې هم مصرف کېده او شپې ما د پاسپورټ ریاست ترمخه تېرولې، څو پاسپورټ واخلم. 


-د پاسپورټ ریاست له دې پرېکړې هرکلی کوم. ما کابل ته د تلو توان نه درلود. اوس چې په خپل ولایت کې پاسپورټ راکول کېږي، ډېر خوښ یم." 




د پاسپورټ ریاست داسې مهال په اووه ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلوي چې له ډېر شمېر ولایتونو خلک د کابل د پاسپورټ ریاست ته راغلي او دلته په شپو شپو پاتې دي، څو خپل پاسپورټ واخلي. 


د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، د پاسپورټونو د وېش بهیر ودرېد، خو د طالبانو سرپرست حکوم وتوانېد د تلې په میاشت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړي. 


د پاسپورټ عمومي ریاست د شمېرو له مخې، له تلې میاشتې راهیسې د پاسپورټونو د وېش د پیل له بهیر سم، نږدې سل زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي چې نږدې ۵۰۰ میلیونه عواید یې کړي. 


               

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus