Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسیه: امریکا پر افغانستان د برید پرمهال د دغه هېواد تاریخ ته پام ونه کړ

د روسیې ولسمشر وایي، د امریکا متحد ایالاتونو پرافغانستان د برید پر مهال د دغه هېواد تاریخ او فرهنګ ته پاملرنه ونه کړه.


ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې له بده مرغه دا په دې هېواد کې یوه تراژیدي وه.


ښاغلي پوتین پرون په مسکو کې د انرژي کنفرانس په ترڅ کې د یوه سوال په ځواب کې دا خبره داسې روښانه کړه: "ازادي او ډموکراسي څوک د یوه ولس له دود او رواجه نه شي بېلولی. متحد ایالاتونه د افغانستان د خلکو له رواجونو، کلتور او تاریخ څخه په سرغړونه افغانستان ته داخل شول او نتیجه یې دغسې غمجنه شوه."


خو د روسیې ولسمشر د مسکو تېر یرغل ته چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په اتیایمه میلادي لسیزه کې پر افغانستان وکړ، اشاره ونه کړه چې د هغې حملې پر مهال د افغانستان تاریخ او فرهنګ ته پاملرنه شوې وه که نه وه شوې؟


شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او کله چې شوروي ځواکونه بیا په ۱۹۸۹کال کې له افغانستانه ووتل، دغه هېواد کې کورنۍ جګړه توده شوه او په نولس سوه شپږ نویم کال کې طالبانو کابل ونیو.


روسیې په دوه زره لومړي کال کې د امریکا د متحد ایالاتونو د یر غل پر مهال په غلي غږ د دې برید ملاتړ کاوه، له واشنګټن سره یې موافقه وکړه چې په منځنۍ اسیا کې پوځي اډې جوړې کړي او د روسیې له لارې په افغانستان کې خپلو پوځيانو ته وسلې ولېږي.


د امریکا متحد ایالاتونو وروسته له شل کاله جګړې سږکال د اګسټ په وروستیو کې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وایستل، طالبانو په کابل کې د لویدیځ ملاتړی حکومت نسکوره کړ او بیا یې کابل ونیو.




که څه هم روسیې طالبان د یوې ترهګري ډلې په توګه منلي دي، خو مسکو د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته هڅه کوي چې په کابل کې له نوي واکمن حکومت سره اړيکې ټینګې کړي.


د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوې څرګندونې څو ورځې مخکې تر دې شوي دي چې مسکو د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه غونډه جوړوي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې مسکو غواړي د اکتوبر په شلمه یعنې راتلونکې چهارشنبې د افغانستان لپاره د یوې نړیوالې غونډه کوربه وي.


کابلوف د دې غونډې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.


مسکو د مارچ په میاشت کې هم د افغانستان لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه کړې وه چې په هغې کې د امریکا د متحد ایالاتونو، چین او پاکستان استازیو برخه اخیستې وه، د هغې غونډې په اعلامیه کې برخه والو د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي وو چې سوله وکړي او له شخړو لاس واخلي.


روسیه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د وسله والو نفوذ ته اندېښمنه ده.


روسیي رسنیو پرون راپور ورکړچې د روسیې په مشرۍ امنیتي تړون د اکتوبر په دوه ویشتمه او درویشتمه په تاجکستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو پوځي تمرینات کوي. په دې امنیتي تړون کې د روسیې ترڅنګ، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ارمنستان او بلاروس شامل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus