Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې ناچاره سندرغاړي او موسیقاران؛ یا کار بدلوي یا ښار

موسیقي په افغانستان کې تاریخي مخینه لري، له پخوا راهیسې تر اوسه شته داسې څېرې چې په دغه هېواد کې د سنتي موسیقۍ د پرمختګ او ژوندي ساتلو په هڅه کې دي.


تېرو ۲۰ کالو کې د افغان سندرغاړو او موسیقارانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو اوس د طالبانو په مشرۍ حکومت سره به د دوی برخلیک څه شي؟ ځکه طالبانو پخوا هر ډول موسیقي حرام بللې وه.


محمد ابراهیم خواجه احراري ۲۰ کاله کېږي چې شپېلۍ غږوي او د مولانا تصوفي شعرونه وايي. 


خپل وېښته‌یې د مولانا پېژندنې او د هغه د شعرونو په ویلو کې سپین کړي دي.


خو دی اوس وايي، نور ورته په افغانستان کې دا کار ستونرمن شوی، تر کومه چې طالبان په دغه هېواد کې واکمن دي.


احراري اوس د ترکیې قونیې ښار ته کډوال شوی دی: "وايي، دوی د دین او عرفان په نوم موسیقي کوي، له هرې بلې موسیقۍ بدتره، وايي، په دین کې موسیقي جواز نه‌لري. اصلاً له هېڅ ډول موسیقۍ په ځانګړي ډول عرفاني موسیقۍ سره موافق نه‌دي."




افغان سندرغاړي وايي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د موسیقۍ هنر سخت ځپل شوی او یو ځل بیا دغه هېواد د ۹۰مې لسزې د دوهمې نیمايي په شان په یو بې‌سازه او بې‌اوازه هېواد بدل شوی دی. 


طالبانو تېر ځل د خپلې واکمنۍ پر مهال پر هر ډول موسیقۍ بندیز لګولی و. 


اوس سندرغاړي او موسیقاران په پټه ځینو د خوښیو محفلونو ته ځي او وايي له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره هم مخ دي. 


سندرغاړی سعید الله وفا زیاتوي: "نن سبا په افغانستان کې د موسیقۍ کارونه ټول په ټپه ولاړ دي، سندرغاړي محفل ته نه‌شي تللی او کوم یو ځي هم په ډېر پټه او وېره ځي او ټول له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي." 


دا یوازې سندرغاړي او موسیقاران نه‌دي چې خپل مسلک ته‌یې شا کړې، بلکې د موسیقۍ د الو جوړوونکي هم له ورته یو برخلیک سره مخ دي.


داوود شاه هغه څوک چې ربابونه‌یې جوړول، خو اوس‌یې دکان تړلی دی وايي، تر هغه به تړلی وي تر کومه چې طالبان واکمن وي.


داوود شاه هم د کډوالۍ لار غوره کړې، هغه لار چې د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال‌یې هم خپله کړې وه: "ما دکان وتړه او نور د موسیقۍ الې نه‌جوړوم، ځکه طالبان وايي موسیقي حرام ده، زه هم وډار شوم او دکان مې وتړه، دا زما پلارنی کسب و، خو اوس دې شرایطو کې دا کار نه‌شم کولای، تصمیم لرم له دې ځای ولاړ شم."




ازادي راډیو هڅه وکړه د سندرغاړو او موسیقارانو د فعالیت په اړه د طالبانو په مشرۍ د نوي حکومت نظر هم ولري، خو د طالبانو د رسنیز تیم غړی بلال کریمي له ژمنې سره سره چې معلومات به راټول او شریک به‌یې کړي، د دې راپور تر خپرېدو څه ونه‌ویل. 


دا مهال د افغانستان له ملي ټلوېزیون موسیقي نه‌خپرېږي، یو شمېر خصوصي تصویري او غږیزې رسنۍ هم ورته وضعیت لري، خو په یو شمېر کې بیا کمه خپرېږي. 


دغو خصوصي رسنیو ځینو خپله ځان سانسور کړی، خو  یو شمېر یې چې په ولایتونو کې دي مسؤلینو او کارکوونکو یې مخکې ویلي چې سیمه‌ییزو چارواکو دا بندیز پرې لګولی دی.  


د افغانستان په پلازمېنه کابل او د دغه هېواد په هر ولایت کې په لسګونه سندرغاړي او موسیقاران مېشت دي چې اوس د طالبانو  په واکمنېدو  سره د دوی په خبره ناچار یا کار بدل کړي یا ښار.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus