د هند او چین پوځي قوماندانانو پرون د سرحد له یوې لانجمنې سیمې د خپلو پوځیانو د شاته کولو په اړه بحث وکړ.
دغه پوځیان له نږدې دوو کلونو راهیسې په دې سیمه کې مېشت وو چې وخت ناوختیې په خپلو کې خونړۍ شخړې هم کړې دي.
د هند د پوځ ویاند ډګروال سدهیر چامولي وویل، د دواړو هېوادونو قوماندانانو په تېرو دوو کلونو کې د لومړي وار لپاره د چین په مولدو ښار او د هند په لداخ سیمه کې سره وکتل.
ده ویلي چې نن به احتمالاً د دغو کتنو په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.
که څه هم دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې د پانګونګ ټسو، ګوګرا او ګلوان درې د شمالي او جنوبي څنډو له ځینو ناکرارو سیمو څخه خپل پوځیان ایستلي، خو لا هم په سیمه کې دواړو هېوادونو د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکړی دی.